ایران هیڅکله غیر شرافتمندانه خبرو ته نه تسلیمیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاندې« فاطمه مهاجراني» په دې خبرې باندې ټینګار
سره چې نن سبا وفاق او یوزړه توب ته ډیر ضرورت لرو ولیکل: ټول خلک په پوهیږي چې ایران به په هغو شرایطو کښې چې خبرې اترې غیر شرافتمندانه وي غاړه کې نه ږدي.
فاطمه مهاجراني پرون په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل: د ایران د حکومت سټراټيژۍ له ایران څخه د یوه واحد غږ اوریدل دي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني په دې خبرې باندې ټينګار سره چې ټول له مشکلاتو خبر یوو وویل نن سبا د پرون ورځې په نسبت له مشکلاتو د تیریدا لپاره وفاق او یوزړه توب ته ډیر ضرورت لرو.
هغې وویل له اروپايي هیوادونو سره به د ایران خبرې اترې دوام ولري او ټول خلک په ښه ډول پوهیږي چې ایران په به داسې شرایطو کښې چې خبرې غیر شرافتمندانه وي غاړه کې نه ږدي.