د اسرائیلو پوځیانو په لویدیځې غاړې باندې بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس د «العربي الجدید» اینټرنیټ پاڼې په قول راپور ورکړ د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو یرغل نن هم دوام درلود.
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د اردن سیند د لویدیځې غاړې د شمال په کیمپونو او ښارونو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او نن یې هم په قلقیلیه او الجدیده ښارونو باندې یرغلونه وکړل.
د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو له دې سره په یووخت د جنین ښار د بیخ بنایانو او د هغه د کیمپونو ورانولو ته دوام ورکړي او دا په داسې حال کښې دي چې خبرونه د جنین او د طولکرم ښارونو په شمول د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د ثابتو پوځي مرکزونو د جوړولو لپاره د اسرائیلو د پلانونو ښودنه کوي.
له بلې خوا د صهیونیسټ رژيم پوځیانو الخلیل ښار او د هغه ښارګیو او کیمپونو ته ورغلي لارې د وسپنو په خنډونو سره بندې کړي دي او د الخلیل ښار په زړې برخې کښې یې ځپونکي اقدامات زیات کړي دي.
اسرائیلي عسکرو د الخلیل ښار په لویدیځ کښې په« اذنا» ښارګي یرغل کړی او کورونه یې تلاشي کړي دي او له خبرداري ډکې اعلامیې یې خپرې کړي دی او فلسطینیانو ته یې حائیل دیوال ته د نږدې کیدا په هکله خبرداری ورکړی دی.
له دې سره په یوخت د فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې په شمال کښې د جنین ښار په خوا کښې د یوې ویرونکي بم چاودنې د غږ د اوریدا خبر ورکړ.
د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو دغه راز د لویدیځې غاړې په مرکز کښې د رام الله ښار په شمال کښې په «الجلزون» کیمپ هم یرغل وکړ او هلته یې د فلسطینانو په کورونو باندې د ګازو ګولیو او مرمیو ډزې وکړې.