امریکا هماغه راز د ایران په هکله لافو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157626-امریکا_هماغه_راز_د_ایران_په_هکله_لافو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ملي امنیت سلاکار « مایک والټز» له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران په هکله لافې ووهلې او ادعا یې وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ټولې لارې پرمیز شته.
(last modified 2025-02-24T02:49:09+00:00 )
Feb 24, 2025 07:17 Asia/Kabul
  • امریکا هماغه راز د ایران په هکله لافو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ملي امنیت سلاکار « مایک والټز» له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران په هکله لافې ووهلې او ادعا یې وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ټولې لارې پرمیز شته.

مایک والټز وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي دي چې له جنګ پرته پړاو به ولرو خو د اسرائیلو لپاره ټولې لارې پرمیز شته چې د ایران اټومي تشدید بند کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د فاکس نیوز ټیلي ويژن دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا صهیونیسټ رژیم باید د ایران په اټومي وسونو باندې حمله وکړي ادعا وکړه: ټولې لارې پر میز شته. که چیرې ایران په اټومي زمینه کښې خپل ټول فعالیتونه پریږدي مونږ به مطئنا د هغو هرکلی وکړو خو په عین حال کښې هغوې اټومي وسلې نشي لرلی او ټولې لارې پرمیز شته چې له دې اړخه اطمینان ولرو.

هغه د امریکا د نظر وړ د لارې په هکله نور توضیح ورنکړ.

د امریکا دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې اټومي وسلې د تهران په دفاعي ډاکټرین کښې هیڅ ځای نلري.