ایران په دریو ټاپوګانو باندې بې قید او شرطه واکمنۍ لري
(last modified Tue, 22 Apr 2025 06:47:14 GMT )
Apr 22, 2025 11:17 Asia/Kabul
  • ایران په دریو ټاپوګانو باندې بې قید او شرطه واکمنۍ لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي امیر سعید ایرواني په فارس خلیج کښې د ایران د بوموسی ، د ستر تنب او د کوچني تنب د دریو جزیرو په واکمنۍ کښې

د ایران د لاسوهنې په هکله د فارس خلیج د ملګرتیا شورا ادعا مردوده وبلله او هغه یې د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو د اصولو  ښکاره خلاف ورزۍ وبلله.

هغه د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو بې اساسه تورونو ته په غبرګون کښې په دریو جزیرو باندې د ایران په بې قید او شرطه واکمنۍ باندې ټینګار سره هر ډول ادعا د نه منلو وړ لاسوهنه  اعلان کړه.

امیر سعید ایرواني د فارس خلیج لپاره د جعلي نوم په اخیستلو باندې اعتراض سره ټینګار وکړ چې د فارس خلیج نوم د دغه اوبلارې تاریخي او حقوقي نوم دی چې له ډیر پخوا زمانې راهسې په نړیوالو سندونو او تاریخي متنونونو کښې ترې استفاده شوي ده.