ورځپاڼو ته کتنه
-
ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ جوان ورځپاڼه په دې وروستیو ورځو کې په اردن کې د امریکایانو په یوې پوځې اډې باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د مرګونې برید په باب یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان دی: د ایران د مخه نیووني پیغام د اردن تر عقبې پورې
د تهران چاپ جوان ورځپاڼه په دې وروستیو ورځو کې په اردن کې د امریکایانو په یوې پوځې اډې باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د مرګونې برید په باب یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان دی: د ایران د مخه نیووني پیغام د اردن تر عقبې پورې
ورځپاڼه لیکي: د ایران د اسلامي جمهوریت پر زیربناوو د امریکا له بریدونو وروسته، د ایران د وسلهوالو ځواکونو غبرګونونه هم نوي پړاو ته داخل شوي او د نښتو جغرافیه یې د صهیونیستي رژیم د غوږ تر بېخه پورې پراخه کړې ده، په وروستي تحول کې د ایران توغندي د اردن په جنوب کې د عقبې په بندر ولګېدل او د هغو توغندیو پاتې شوني د صهیونیستي رژیم په ښارګیو باندې پرېوتلې.
ورځپاڼه زیاتوي چي د ایران د وسله والو ځواکونو دې اقدام، واشنګټن ته د هغه د فوځې اډو د زیانمنېدو په اړه مخنیوونکې پیغام ولېږه او هم یې صهیونیست رژیم ته څرګند خبرداری ورکړ چې د امریکا له پوځي ماجراجویو سره هر ډول ملګرتیا د دغه رژیم د امنیت او سمندري سوداګرۍ لپاره درانه لګښتونه لرلای شي.
جوان لیکي: دغه عملیات د هرمز تنګي د سمندري محاصرې په غبرګون کې ترسره شول او دا یې وښوده چې ایران د خپلو پولو څخه په لرې واټن کې د امریکا او د هغې د متحدانو پر ګټو د فشار راوستلو او د خپل غبرګون د پراخولو وړتیا لري.
د جوان په وېنا، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هره ورځ ادعا کوي چې د ایران پوځي ځواک یې له منځه وړی او د ایران له لوري د خپلو سیمهییزو متحدانو پر وړاندې ادعا شوي ګواښونه یې له منځه وړي، د جګړې وروستي پرمختګونه بل ډول انځور وړاندې کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، وروسته له هغه چې د امریکا پوځ په وروستیو ورځو کې د ایران په جنوب کې خپل بریدونه پراخ کړل او ان د ایران بنیادي تاسیسات هم په نښه کړل، د ایران وسلهوال ځواکونه هم لاس تر زنې نه دي پاتې شوي او د توغندیزو بریدونو له لارې یې امریکایي دښمن ته درنې مرګژوبلې اړولې دي.
د جوان د راپور له مخې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو له خوا د عقبه سیمې په نښه کول، د امریکا او د هغې د متحدانو لپاره د ستراتیژیکو پایلو لرونکی اقدام بلل شوی دی ځکه چې عقبه د اردن یوازینی سمندري بندر دی او د سوداګرۍ، د سونتوکو د لېږد او د ترانسپورټي زیربناوو له امله ځانګړی اهمیت لري او د صهیونیست رژیم د ایلات، سعودي عربستان او د مصر له سینا ټاپووزمې سره نږدې پروت دی، او همدارنګه په دې سیمه کې د بندري، هوايي او لوژستیکي تأسیساتو شتون، دا سیمه په وروستیو کلونو کې د امریکا او د هغې د متحدانو د امنیتي همکاریو او لوژستیکي ملاتړ له مهمو مرکزونو څخه ګرځولې ده.
ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي چی د ایران له لورې د اردن د عقبې په نښه کېدل، د جنګ جغرافیه له هرمز تنګي څخه د سره سمندر تر محور پورې پراخوي، دا اقدام ښيي چې که تاوتریخوالی نور هم زیات شي، د نښتو ساحه به یوازې تر فارس خلیج پورې محدوده نه وي، بلکې د انرژۍ او ترانسپورټ بدیل دهلېزونه به هم وځپل شي.
راپور د ځینو لوېدیځو شنونکو نظرونو ته په اشارې سره لیکي چې مخکې هم د داسې احتمالي تحول په اړه خبرداری ورکړل شوی و او پر ایران د پوځي فشار زیاتوالی کولای شي د ختیځې مدیترانې او سره سمندر د ترانسپورټي لارو پر امنیت او فعالیت هم اغېزمن کړي.
کیهان ورځپاڼه
دغې ورځپاڼې بیا د افغانستان او ایران تر مینځ د ټرانزیتي لارو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چي عنوان یې دی: د ایران له لارې د چین–افغانستان د لومړني ټرانزیټي اورګاډي پیل، د ختیځو ټرانزیټي دهلېزونو د پیاوړتیا په لور مهم ګام
کیهان لیکي: د ایران–افغانستان د اوسپنې پټلۍ دهلېز مسؤول د ایران له لارې د چین–افغانستان د لومړني مستقیم ټرانزیټي اورګاډي د تګ خبر ورکړی او دا یې د ایران د ختیځو ټرانزیټي دهلېزونو د فعالېدو او د سیمهییز ټرانزیټ د پراختیا لپاره مهم پرمختګ بللی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، مصطفی رضایي ویلي چې د لومړي ځل لپاره یوه ټرانزیټي محموله له چین څخه په مستقیم ډول او د لارې په اوږدو کې له بیا بارولو او تخلیې پرته، د ایران د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې افغانستان ته لېږدول شوې ده.
د هغه په وینا، دغه ۵۰۰ ټنه MDF تختې له بیجینګ څخه بار شوې، له ترکمنستان څخه تر تېرېدو وروسته د ایران د رېل شبکې ته داخلې شوې او بیا د خواف–هرات د رېل دهلېز له لارې د هرات ولایت د روزنک تمځي ته رسېدلې دي، دا د بیجینګ–هرات ترمنځ د ایران د اوسپنې پټلۍ له لارې د مستقیم رېلي ټرانزیټ لومړنۍ تجربه ده.
د «کیهان» د راپور له مخې، رضایي ویلي چې د سمندري او رېلي ګډ لېږد کارول د پخوانیو لارو په پرتله د بار لېږد وخت او لګښت د پام وړ راکم کړی او د دې ټرانزیټي دهلېز سیالي یې زیاته کړې ده.
ورځپاڼه زیاتوي چې د خواف–هرات رېلي دهلېز د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو د پراختیا نوي پړاو ته داخل شوی او د دې لارې د بارونو په زیاتېدو سره به د ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه د ایران رول لا پیاوړی شي، د دې دهلېز پراختیا د ټرانزیټي توکو د تنوع ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینه هم برابروي، لوژستیکي لګښتونه راکموي او د دواړو هېوادونو د توکو پر وروستي قیمت او د مصرفوونکو پر هوساینې مثبت اغېز لرلای شي.
د راپور په پای کې راغلي چې د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت عمومي رئیس په دې وروستیو کې اعلان کړی، یوه ایراني شرکت د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په بدل کې د افغانستان د رېل پټلۍ د شبکې پراختیا او د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د افغانستان چاپ مطبوعات
د افغانستان د ورځپاڼو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو.
د «هشت صبح» ورځپاڼې په باور؛ یوازې اقتصادي همکاري د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره بسنه نه کوي
دغې ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې د هند او طالبانو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې وروستۍ هوکړې ته په اشارې سره لیکلي، که څه هم دغه همکاري کولای شي افغانستان ته د کرنیزو ټکنالوژیو د لېږد او د کرنې سکټور د پیاوړتیا زمینه برابره کړي، خو د سیاسي اصلاحاتو، د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو پرته، د دوامدار اقتصادي پرمختګ ترلاسه کول له جدي ننګونو سره مخ دي.
د ورځپاڼې په وینا، د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر کار، د رسنیو پر فعالیتونو او د سیاسي مشارکت پر وړاندې محدودیتونه د هغو عواملو له ډلې دي چې د افغانستان اقتصادي ظرفیتونه کمزوري کوي او د پراختیا بهیر اغېزمنوي.
«هشت صبح» زیاتوي، له طالبانو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا، پرته له دې چې د دغې ډلې په سیاستونو او د حکومتولۍ په جوړښت کې بدلون راشي، ښایي په سیمهییزه او نړیواله کچه د طالبانو د دریځ د عادي کېدو لامل شي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د شفافیت نشتوالی، د قضایي نظام کمزوري، ناامنۍ او د پانګونې پر وړاندې محدودیتونه هم د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مهم خنډونه دي. د ورځپاڼې په اند، د افغانستان د بحرانونو هواری یوازې د اقتصادي همکاریو له لارې نه، بلکې د ځوابویونکي حکومت، د وګړو د حقونو د رعایت او د ټولشموله سیاسي مشارکت په رامنځته کېدو سره ممکن دی.
اوس به هم راشو د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼې ته
د افغانستان «اطلاعات روز» ورځپاڼې په یوه راپور کې په افغانستان کې د ویزې او کډوالۍ د خدماتو په برخه کې د درغلیو په اړه خبرداری ورکړی او د نمونې په توګه د یوې پېښې په اړه راپور ورکړی دی.
د راپور له مخې، عبدالجبار، د افغانستان یو وګړی، ادعا کوي چې وروسته له هغې چې پر یوې ښځې، چې په «بيبي حاجي» مشهوره ده او ځان یې وکیله معرفي کړې وه، باور وکړ او د جرمني سفارت د مرکې د وخت د ترلاسه کولو ژمنه یې ورسره کړې وه، له خپلې ناوې سره پاکستان ته ولېږدول شو.
هغه زیاتوي چي، د دې بهیر په ترڅ کې یې زرګونه ډالر ورکړل، خو د قانوني ویزې پر ځای د قاچاقي لارو پاکستان ته داخل شو او وروسته له جعلي ویزې، نه پوره شویو ژمنو او مالي زیان سره مخ شو.
د «اطلاعات روز» په لیکنه، عبدالجبار ادعا کوي چې د بيبي حاجي، شفیع، ساحل، نوید او شکرالله په نوم کسانو د یوې شبکې په چوکاټ کې د سفارت د وخت او ویزې د برابرولو په ژمنه له کډوالۍ غوښتونکو څخه پیسې اخیستې دي.
د راپور له مخې، نوموړي دا هم ادعا کړې چې د طالبانو حکومت اړوندو ادارو ته له شکایت وروسته، د یادې قضیې یو شمېر تورن کسان نیول شوي او د پلټنو پر مهال یې د ترلاسه شویو پیسو د یوې برخې په اخېستلو اعتراف کړی، خو تر اوسه د هغه مالي زیان نه دی جبران شوی.
«اطلاعات روز» په خپل راپور کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د درغلۍ د شبکو د فعالیتونو زیاتېدو ته هم اشاره کوي او لیکي چې د کډوالۍ لپاره د خلکو له اړتیا څخه ناوړه ګټه اخیستنې د دلالانو او د جعلي اسنادو جوړوونکو لپاره یو پراخ بازار رامنځته کړی دی.
ورځپاڼه په پای کې ټینګار کوي چې په دې راپور کې مطرح شوې ادعاوې د عبدالجبار د روایت او د هغه له لوري د وړاندې شویو اسنادو پر بنسټ تنظیم شوې دي او د یادو کسانو پر وړاندې لګېدلي تورونه لا هم د قضایي مراجعو له لوري د څېړنې او اثبات اړتیا لري.