له ټرمپه د امریکایانو ډیر زیات خپګان تاریخي ریکارډ ته ورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178874-له_ټرمپه_د_امریکایانو_ډیر_زیات_خپګان_تاریخي_ریکارډ_ته_ورسېد
پارس ټوډې – د سي‌اېن‌اېن  خبری چینل یوه شنونکي ووئیل چې د ټرمپ د کړنو په اړه د « د ډير خپګاه » کچه تاریخي ریکارډ ته رسېدلې ده.
(last modified 2026-09-27T00:39:37+00:00 )
Sep 27, 2026 05:07 Asia/Kabul
  • د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ
    د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ

پارس ټوډې – د سي‌اېن‌اېن  خبری چینل یوه شنونکي ووئیل چې د ټرمپ د کړنو په اړه د « د ډير خپګاه » کچه تاریخي ریکارډ ته رسېدلې ده.

د پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په حواله  راپور ورکړی،د سي‌اېن‌اېن د معلوماتو  لوړپوړي شنونکي هري انتن  و ئیلي دي،د ډونالډ ټرمپ د کړنو په اړه د « ډيرو خپګانونو» کچه د منځمهاله ټاکنو په درشل کې تاریخي ریکارډ ته رسېدلې ده.

د انتن په وینا، اوس ۵۰ فیصده امریکایان د ټرمپ له کړنو ډیر زیات خپه دي؛ دا کچه د هغه پخوانی ۴۵ سلنه ریکارډ چې د ۲۰۱۸ کال د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې ثبت شوی و، شاته پرېږدي. تر دې مخکې، تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه د جورج ډبلیو بوش وه چې د ۲۰۰۶ کال د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ۴۱ سلنه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ محبوبیت د رویټرز او ایپسوس په نوې نظرپوښتنې کې ۳۲ فیصدو ته راټیټ شوی، چې د هغه د سیاسي فعالیتونو په دوران کې تر ټولو ټیټه ثبت شوې کچه ده.

دغه نظرپوښتنه همدارنګه ښئي چې یوازې ۳۴ سلنه امریکایان پر ایران د امریکا له بریدونو ملاتړ کوي او ۸۲ فیصده  باور لري چې دغه شخړه به ښائي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز راپور ورکړی،د ایران په ضد د جنګ  له امله د سونګو ‌توکو د بیّو  لوړېدو په امریکا کې د ژوند د لګښتونو په اړه خپګانونه نور هم زیات کړي دي .