-
په پاکستان او افغانستان کښې سبا لوی اختر دی
Jun 06, 2025 08:45زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان او افغانستان سبا لوی اختر لمانځي او خلک د اختر له لمانځه وروسته پسونه او غواګانې قرباني کوي.
-
د پاکستان د بې وزله خلکو شمیر نور هم زیات شوی
Jun 06, 2025 08:19زمونږ خبریال راپور راکړی نړیوال بانک وویل چې د پاکستان څلور څلویښت اعشاریه اوه فیصده خلک له بې وزلۍ سره مخامخ دي.
-
لوی اختر په الهي دربار کښې د عبادت ترټولو خالصانه بیلګه ده
Jun 06, 2025 07:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوی اختر او د یوه معبود په وړاندې د بندګۍ د اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو خلکو او مشرانو ته مبارکۍ وویله.
-
د فلسطین د مقاومت ډلو دقیق کمین د اسرائیلو پوځ حیرانه کړ
Jun 06, 2025 07:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د یوې ډیرې سختې امنیتي پیښې د رامینځته کیدا خبر ورکړ چې پکښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ یو ځانګړی یونټ د فلسطین د مقاومت ډلو له کمین سره مخامخ شو.
-
په لبنان باندې د اسرائیلو حملې ته په ځواب کښې مو په بن ګوریون هوايي ډګر برید وکړ
Jun 06, 2025 07:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع وویل چې زمونږ وسله والو ځواکونو په لبنان باندې د صهیونیسټ دښمن حملو ته په ځواب کښې په «فلسطین دوه» نومې غږ ورهاخوا توغندي سره په «یافا» نیواکي سیمه کښې په بن ګوریون هوايي ډګر برید وکړ.
-
ایران له عربستان سره د همکاریو د پراختیا هوډ لري
Jun 06, 2025 04:05پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د عربستان له ولیعهد سره په ټلفوني اړیکه کې، هغه ته د لوی اختر د مبارکۍویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو پراختیا، د سیمه ایزې همکارۍ ژورتیا او د اسلامي ملت د یووالي پر پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.
-
ایران د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان له بې بنسټه ادعاوو شکایت کوي
Jun 06, 2025 03:58پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د پنجشنبې په ورځ د یوه حقوقي یادداشت په خپرولو سره، چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ادعاوې رد کړې او اعلان یې وکړ چې دغه سازمان له خپل واک څخه تیر شوی دی او د جعلي شواهدو پر بنسټ د ایران پر وړاندې اقدام کوي.
-
ایران او روسیې د افغانستان د مسائلو په اړه مشورې وکړې
Jun 06, 2025 03:55پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي آسیا د چارو عمومي مشر محمد رضا بهرامي، مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدنه او خبرې اترې یې وکړې.
-
په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د پریکړه لیک ویټو کول، د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه ده
Jun 06, 2025 03:43پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د نسل وژنې د بندولو لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د صادرولو د مخنیوي لپاره د امریکا اقدام په کلکه وغانده او ویې ویل: دا اقدام د امریکایي پریکړه کوونکو د اخلاقي زوال نښه او په نیواکي فلسطین کې په قتل عام او ماشوم وژنې کې د دوی د ښکېلتیا او ګډون ثبوت دی.
-
په غزه کې ظلم او وحشت له تصوره بهر دی / نړیواله ټولنه باید خپل مسئولیت ادا کړي
Jun 06, 2025 03:39پارس ټوډې - په غزې کې د صهیونیسټي رژیم د ظالمانه یرغل د دوام امله، د الازهر لوی امام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې جنایتونو د سمدستي بندولو لپاره پر خپلو مسئولیتونو عمل وکړي.