Mar 02, 2024 08:49 Asia/Kabul
  • ایا د بریښنایی الوتنې ټکسي به د هوایی چلند راتلونکي کې انقلاب راولي؟

چینایي شرکت آټو فلایټ وکولی شول، چې د پراسپریټ په نوم د برېښنایي الوتونکي ټکسي چې چلوونکی هم نلري، په بریالیتوب یې ازموینه ترسره کړي.

دغې الوتونکي ټکسي يوازې شل دقيقې هوايي پرواز وکړ چې د چين د دوو ښارونو ترمنځ يې پنځوس کيلومتره واټن وواهه، پداسې حال کې چې د ځمکني ترانسپورت له لارې یا واټن په درې ساعتونو کې ترسره کېږي.

د پراسپریټ په نوم دغه الوتوونکي ټکسي د پنځه تنو د لیږد ظرفیت لري او د مشهور ډیزاینر فرانک سټیونسن لخوا یې د ډیزاین چارې ترسره شوي دي.

د Autoflight بنسټ ایښودونکي دغه الوتنه د ښاري هوايي ترانسپورت د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، دوی په پام کې لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې د مسافرو د لېږدولو جواز ترلاسه کړي.

چینايي چارواکي هم د دې نوښت ملاتړ کوي او پلان لري چې په راتلونکي کې په ټول هېواد کې د الوتنې ټکسيونو لپاره زرګونه سټیشنونه او سلګونه هوایی لارې رامینځته کړي.

بریښنایی هوایی ټکسيونه د ښاري سفر وخت کمولو لپاره لوړ ظرفیت لري او د دودیزو موټرو او وسایطو لپاره ښه بدیل کیدی شي چې د هوا کیفیت ښه کوي او ترافیک کموي.

 

ټیګونه