Mar 06, 2024 14:57 Asia/Kabul
  • ایا له انسانو پرته ځناور هم خپل مړي خاورو ته سپاري؟

زمونږ خبریال راپور راکړی خاورو ته د مړیو د سپارلو کار د انسانانو منفرده رویه ګڼل کیږي خو اوسې دغه خبره ایشوا شوي ده چې د اسیايي هیوادونو فیلان هم خپل مړي خاورو ته سپاري.

د افریقايي او د اسیايي  هیوادونو فیلان په تیرو وختونو کښې د خپلو ملګرو او یا د بچیانو د مړینې په خاطر د غم په حالت کښې لیدل شوي وو.

خو په یوه نوي تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د اسیايي هیوادونو فیلان د خپلو مړو  بچیانو خاورو ته د سپارلو په وخت په لوړ غږ کښې د غم اظهار کوي.

په یوه تحقیق کښې چې له  ۲۰۲۲ میلادي کال څخه د ۲۰۲۳ میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې ترسره شوی دی د هندوستان په بنګال صوبې کښې پینځه ځله فیلان لیدل شوي وو چې خپل مړه شوي بچیان یې خاورو ته سپارل.

محققانو وویل چې د فیلانو دغه رویه عام نه ده بلکې مړه بچیان په یوې مختلفې طریقې سره خاورو ته سپارل کیږي.

محققانو د مړو شویو فیلانو د مړینې د معلومولو هڅه وکړي او پکښې د فیلانو یوه عجیبه روده کشف شوه.

د فیلانو د بچیانو د مړینې علتونه مختلف وو او  هیڅ فیل د انسانانو لخوا نه و وژل شوی خو په هر مورد کښې د فیلانو ډلې په خپلو خړمتونو کښې د مړه شوي بچي په اوچتولو سره د سیمې د حالاتو جایزه واخیستله او له انسانو څخه لیرې یې خپل مړ شوی بچی خاورو ته وسپاره.

فیلانو مړه شوي بچیان په څټ په خاورو کښې دفن کړل او محققانو وویل چې دا د فیلانو د پوره ډلې کوشش له کبله وي.

محققانو وویل مونږ دغه شی هم ولید چې د فیلانو په ډلې کښې شاملو فیلانو د مړه ماشوم خاورو ته له سپارلو وروسته د هغه ګیرچاپیر خاوره په خپلو پښو سره هواره کړه چې دغه کار د فیلانو د ټولنیزې اړیکې د لرلو تصور پیاوړ کوي.

محققانو وویل چې د فیلانو د مړه شوي بچي خاورو ته د سپارلو عمل یو ټولنیز کوشش دی چې پکښې د هر عمر فیلان شامل دي.

محققانو یو وخت د فیلانو د مړه شوي بچي خاورو ته له سپارل کیدا وروسته هلته د فیلان لوړ غږونه هم واوریدل.

هر ځل د فیلانو ډله د مړه شوي بچي خاورو ته له سپارلو څلویښت دقیقې له سیمې لاړه او بیا هیڅ فیل نوموړي سیمې ته بیرته ونه رغی.

محققانو وویل دغه ټول موردونه د هندوستان د بنګال صوبې د چایو په باغونو کښې رامینځته شول او په باغونو کښې کارکونکو په خپلو مرکو کښې وویل چې د مړه شوي بچي خاورو ته له سپارلو وروسته فیلان په یوې متبادلې لارې ستنیږي او په پخوانې لارې چې دوې ورباندې تللي وو له تلو ډډه کوي.

د دغه تحقیق پایلې په تریتنډ ټاکسا(threatenes taxa) کښې خپرې شوي دي.

 

ټیګونه