آیا پوهېږئ چې واده د نارینه وو پر روغتیا کومې اغېزې لري؟
له واده وروسته د ښځو په پرتله د سړیو د وزن د زیاتیدا زیات امکان وي، دغه ادعا په چین کې په یوه نوي طبي تحقیق کې مخته راغلې ده.
دغه خبره ساینس پوهانو په یوه تحقیق کې ایشوا کړې ده.
د «چاینیز اکیډمي آف سوشل ساینس» په دغه تحقیق کې چې له ۱۹۸۹ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې وشو، د «چاینا هیلت اینډ نیوټریشن» د سروې په ډیټا باندې غور وشو، چې نتیجې یې جورنال اکنامیکس هیومین بیالوژي کې خپرې شوې.
په دغه تحقیق کې معلومه شوه چې د واده له امله د نارینه وو د بدن د وزن زیاتیدا احتمال، ۵ اعشاریه دوه سلنه زیاتېږي او دغه راز د چاقۍ یعني د غټیدا خطر هم دوه نیم سلنه زیاتېږي.
په دغه تحقیق کې معلومه شوې ده چې له واده وروسته د نارینه وو د بدن د وزن زیاتیدا امکان ځکه زیاتېږي، چې هغوی زیاته ډوډۍ خوري او دغه راز د ورزش وخت یې کمېږي.
په دغه تحقیق کې دغه خبره معلومه شوې ده چې له واده وروسته په پنځو کلونو کې د نارینه وو د بدن په وزن کې بدلونونه راځي، البته په ښځو کې په دې هکله کوم بدلون ونه لیدل شو.
محققانو وویل چې د عمر په زیاتېدا سره د نارینه وو د چاقیدا خطر هم زیاتېږي او نارینه باید له واده وروسته سالم خواړه وخوري او هره ورځ ورزش وکړي.
له دې مخکې هم په تحقیقاتي راپورونو کې ویل شوي وو چې د یوازې اوسیدونکو کسانو په پرتله، د هغو کسانو چې ودونه یې کړي دي، د وزن د زیاتیدا امکان ډېر وي.
په دغه تحقیق کې چې په څه د پاسه ۸ زرو کسانو باندې شوی دی، دغه خبره معلومه شوې ده چې د واده په لومړیو پنځو کلونو کې د ښځو اوسط وزن لس کیلوګرامه زیاتېږي او په یوه بل تحقیق کې معلومه شوې ده چې هغه ښځه او خاوند چې له خپل واده څخه خوشحاله وي، نو د بدن د وزن زیاتیدا امکان یې ډیرېږي.