Mar 11, 2024 15:22 Asia/Kabul
  • د اننت امباني له واده څخه په مخکې مراسمو څومره پیسې ولګیدې؟

زمونږ خبریال د بریتانیا د ډیلي میل (Daily Mail) ورځپاڼې په قول راپور راکړی د هندوستان د میلیارډر «مکیش امباني» د کشر زوي «اننت امباني» او د هغې د نوي ناوي «رادهیکا مرچنټ» له واده څخه په مخکې مراسمو باندې ټول ټال یوسل پنځوس میلیونه ډالر لګیدلي دي او واده یې لا پاتې دی کوم به چې د روان میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې وشي.

د مکیش امباني میرمن «نیتا امباني» د زیوراتو په انتخابولو کښې ساری نلري.

ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې راپور ورکړ «نیتا امباني» چې د زمردو او د الماسو کوم  امیل یا هار اچولی دی د هغه بیه د هندوستان پینځه سوه کروړه روپۍ ده.

د مکیش امباني میرمنې «نیتا امباني له امیل سره یوځاې ښکلي والۍ، بنګړي او ګوتمې هم اچولي دي.

د دوه پنځوس اعشاریه اته پنځوس قیراطه « د میرر اف پیراډایز» نومې الماسونو د ګوتمې بیه هم د هندوستان درې پنځوس کروړه روپۍ ده.

ویل کیږي چې د هندوستان د ستر تاجر او شتمن کس مکیش امباني له دې مخکې هم په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې د خپلې لور «ایشا» په واده باندې هم چې د هندوستان تر ټولو ډیر لګښته واده و سل میلیونه ډالره خرڅ کړي وې.

 

ټیګونه