Mar 24, 2024 12:25 Asia/Kabul
  • د یوه ناروغ په مغزو کښې د ځناورو هګۍ موندل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په فلوریډا ښار کښې د یوه مریض په سر کښې به هر وخت درد و او کله چې ډاکټرانو د هغه د مغزو سکین وکړ نو په مغزو کښې یې د یوه ځناور هګۍ ولیدل شوې او ډاکټران بیخي حیرانه شول.

د امریکا په فلوریډا ښار کښې دوه پنځوس کلن سړي هره ورځ د سر سخت درد درلود چې له کبله یې ډیر ځوریده.

هغه مختلف درمل او دوایانې وخوړلې خو د هغه سر دومره سخت درد کاوه چې دوایانو هم هیڅ اغیز نه کاوه.

بالاخره ډاکټرانو د هغه د سر سکین وکړ  او په مغزو کښې یې یو څه شیان ولیدل شول او په غور کولو وروسته معلومه شوه چې هغه د یوه ځناور هګۍ وې.

ډاکټرانو دغه مریض ته وویل چې دغه د ټیپ ورم یعني د چینجیو هګۍ دي کوم چې د ناروغه کس په سر کښې د سخت درد سبب و.

دغه چینجي د مغزو دواړو خواوو ته هګۍ اچولي وې.

ډاکټرانو وویل چې د خنځیرانو په غوښه کښې موجود یو ډول ټيپ ورم یعني چینجی د انسان بدن ته ننوتلی او د انسان په کولمو کښې د دغه چینجي کوچنۍ هګۍ د وینې په وسیله د دغه سړي مغزو ته ورسیدې او له کبله یې دغه سړی له سخت سر درد سره مخ کړی و.

 

ټیګونه