په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حمله دتکفیریانو داحیاء لپاره دامریکایانو دسیسه ده
(last modified Mon, 10 May 2021 10:19:15 GMT )
May 10, 2021 14:49 Asia/Kabul
  • په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حمله دتکفیریانو داحیاء لپاره دامریکایانو دسیسه ده

دغه  غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې  امریکایان  دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه   له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی  دي ،  له ټولو زیات سپينه ماڼۍ  اصلی تورنه ګڼي چې  افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه  دداعشي تکفیریانو په منتقلولو   او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره  ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره  دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره  له افغانستانه  د امریکائي ترهه ګر پوځ  دویستلو په بڼه کې   دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو  په لټه کې  دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومي  اړیکو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د  افغانستان دکابل د انجونو دیوه ښونځي په وړاندې دبوږنونکي   ترهه ګرې حملې په سختې غندنې سره  دا ستر جنایت ، افغانستا ته د ناکراریو او جنګ  بیرته ستنول او دتکفیری ترهه ګرۍ د احياء لپاره د امریکایانو یوه دسیسه  بللې ده .

په دغې اعلامیې کې همدرااز راغلی دي ،د کابل دشنبې ورځې  دزده کونکو په ښونځي  دغه ستر جنایت  او هغه هم په روژې مبارکې میاشتې کې ، چې د څه دپاسه اویاؤ روژتي زده کونکو  او دهغوي د میّندو دمظلومانه شهادت  او د څه دپاسه یو سل شپیتو نورو دټپي کیدا لامل شوي ، د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس  لپاره ستر غم او مصیبت دی چې مونږ ورسره په د غه غم کې برابر شریک یوو .  بې شکه دغه  غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې  امریکایان  دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه   له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی  دي ،  له ټولو زیات سپينه ماڼۍ  اصلی تورنه ګڼي چې  افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه  دداعشي تکفیریانو په منتقلولو   او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره  ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره  دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره  له افغانستانه  د امریکائي ترهه ګر پوځ  دویستلو په بڼه کې   دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو  په لټه کې  دي .

 

ټیګونه