په دفاعي سسټمونو کې مو ډير زیات پرمختګونه کړي دي
حاجي زاده وئیلي دي ، نو ځکه خو نن سبا په څو مرحلو کې چې په تیرو وختونو کې ئې شاهدان وو، دغې قوماندانۍ بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی . او په دغې حوزې کې لازیات بدلونونه راغلي دي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دهوا فضا ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د خاتم الانبیاء د هوافضا دفاعي غونډد نوي قوماندان د معرفي کیدا دستورو په څنډې کې د هوافضاددفاعي سسټمونو په حوزې کې دبریاؤ په باب وئیلي دي ،په وروستیو کلونو کې د راډاري ، توغندوي او دالیکټرانیکي جنګ د سسټمونو پشمول ددفاعي سسټمونو په څیړنو او جوړولو کې ډیر زیات پرمختګونه شوي او اوس په دې باب خوښې نتیجې ته رسیدلي یوو او تولید ئې هم لرو.
د سپاه پاسدارانو دهوا فضا ځواک قوماندان ددغو سسټمونو کارول یو ډير دقیق کنټرولونکي سسټم او قوماندانۍ ته اړتیالري او دا یو دفاعي کار او له یرغلیز کار سره توپیر لري ،دا دښمن دی چې ټاکي له کوم لوري راځي او طبعا د قوماندانۍ دکنټرول سسټم چې دغه سسټمونه کاروي ، له خاصو پیچلتیاؤ برخمن دی .
حاجي زاده وئیلي دي ، نو ځکه خو نن سبا په څو مرحلو کې چې په تیرو وختونو کې ئې شاهدان وو، دغې قوماندانۍ بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی . او په دغې حوزې کې لازیات بدلونونه راغلي دي .