سردار قاآني او اسماعیل هنیه د غزې د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې
(last modified Sun, 16 May 2021 02:06:33 GMT )
May 16, 2021 06:36 Asia/Kabul
  • سردار قاآني او اسماعیل هنیه د غزې د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې

سردار اسماعیل قاآني پرون له اسماعیل هنیه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د غزې د وروستیو بدلونونو جاج واخیسته.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان د ټیلیفون پر مټ د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د غزې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

سردار اسماعیل قاآني پرون له اسماعیل هنیه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د غزې د وروستیو بدلونونو جاج واخیسته.

سردار قاآني په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې د صهیونیسټي دښمن تیري ته د مقاومت کامیاب او منفرد ځواب او د فلسطین له ولسه دفاع وستایله.

سردار قاآني هم داشان د قدس د نیواکګر رژیم وحشي توب وغنده.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې اسماعیل هنیه هم وویل چې د قدس جګړه د فلسطیني ولس د ټولو اولادونو جګړه ده او هم داشان یې د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د ایران دریځ وستایه.

سردار اسماعیل قاآني بیګا هم داشان د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد النخاله سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان او د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ سیکتر په دغو خبرواترو کښې په نیواکي ټاټوبي کښې د نښتو د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د فلسطیني مقاومت او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دا نښته په قدس او مسجدالاقصی کښې د دغه رژيم د تیریو د ختمولو د ضرورت په هکله تل ابیب ته د مقاومت د الټي میټم له ختمیدو وروسته پیل شوې ده.

امریکا او زیاتره اروپايي هیوادونه د فلسطین د خلکو د وژلو په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.

 

ټیګونه