د ويانا خبرو اترو څلورم پړاؤ؛ د ځينو اختلافاتو په سيوري کښې پرمختګ
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال د ويانا د خبرو اترو د څلورم پړاو له ختمېدو وروسته وويل: په وياناکښې په ايټمي خبرو اترو کښې ښۀ پرمختګ شوے دے خو نه شوو ويلې چې کار ختم شوے دے.
سيد عباس عراقچي د دې په بيانولو سره چې د برجام ايټمي موافقې د ژوندي کولو د موافقې جوړښت او چوکاټ ټاکل شوے دے خو په ځينو مهمو موضوعاتو کښې هم هغه شان اختلافات موجود دي واضحه کړه،د ايران دريځونه پوره څرګند دي؛ امريکه دې وړومبے پکار دے ټول بنديزونه ختم کړي او ايران به يوازې د امريکې د بنديزونو د ختمېدو له راستي آزمائنې وروسته خپلو برجامي ژمنو ته ستنيږي.
د ايټمي خبرو اترو څلورم پړاو د سياسي او کارپېژندنې په سطح کښې د دوو هفتو کوټلو صلاح مشورو نه پس پرون په ويانا کښې ختم شو او د خبرو اترو ټيمونه د صلاح مشورو لپاره خپلو خپلو پائتختونو ته ستانۀ شول. د ويانا د خبرو اترو اېجنډا برجام ته د امريکې د ستنېدو لپاره د چوکاټ ټاکل دي او د دغې ستنېدنې يوازېنۍ لار هم د امريکې د ټولو بائيکاټونو ختمېدل او بيا يې د ايران لخوا په زېرتيا سره راستي آزمائنه ده.
امريکې له برجام ايټمي موافقې څخه له وتلو وروسته په ايران باندې په مختلفو عنوانونو سره نوي بنديزونه لګولي دي او خپلو برجامي ژمنو ته د ستنېدو لپاره د ايران يوازېنے شرط له عملي اجرائي ضمانت سره د دغو بنديزونو موثره ختمېدل دي. د ايران مذاکراتي ټيم په همدې چوکاټ کښې د ويانا په خبرو اترو شتون لري.
د برجام ايټمي موافقې د اجرا تجربې او د دغې موافقې له اقتصادي ګټو څخه د ايران نه ګټور والي ته په پام سره اوس په ويانا کښې د برجام د ژوندي کولو لپاره صلاح مشورې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د دقيقې څارنې لاندې دي.
د ايران د اسلامي شورا جرګې د ويانا د خبرو اترو د هر پړاو په آخر کښې د ايراني مذاکراتي ټيم د غړيو په رابللو سره د برجام د ژوندي کولو لپاره د ايټمي خبرو اترو له وروستي حالته ځان خبروي.
په همدې لړ کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن وياند ابوالفضل عموئي له ايران پرېس سره په مرکه کښې په دې اړه چې په ويانا کښې کوم ډول موافقه د جرګې د تائيډ وړ ده وويل:د اسلامي شورا د جرګې دريځ چې د بنديزونو د ختمېدو لپاره د سټراټيجک اقدام د قانون په قالب کښې اعلان شوے دے د ټولو نبديزونو ختمېدل او د هغو راستي آزمائنه ده او بيابه ايران برجامي ژمنو ته د ستنېدو لپاره اقدام کوي.
د برجام ايټمي موافقې په دقيقه اجراء کښې د اروپائي او امريکائي لورو بدقوليو ته په پام سره اوس د ايران د اسلامي شورا جرګه د دغې ايټمي موافقې د احياء لپاره د ويانا د خبرو اترو په بهير باندې موثره څارنه لري چې د ملي ګټو او هغه څه چې د خلقو او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر غوښتنه ده په صحيح توګه خيال وساتل شي.
د بنديزونو د ختمولو لپاره د سټراټيجک اقدام قانون د ويانا د خبرو اترو لار ټاکلې ده او هره هغه موافقه چې په ويانا کښې ترلاسه شي پکار دے د اسلامي جمهوريت د نظام د اصولي او بنيادي دريځ په چوکاټ کښې او بالاخره د ايران د ملت د ګټو پوره کونکې وي.
--------