د ووهه او وتښته پړاو نور پاې ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100978-د_ووهه_او_وتښته_پړاو_نور_پاې_ته_رسیدلی_دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر د فلسطین د قدرت زیاتیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ووهه او وتښته پړاو نور پاې ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 07:01 Asia/Kabul
  • د ووهه او وتښته پړاو نور  پاې ته رسیدلی دی

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر د فلسطین د قدرت زیاتیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ووهه او وتښته پړاو نور پاې ته رسیدلی دی .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر برید جنرال حسین سلامي له« روسیا الیوم »ټيلي ويژن سره په مرکه کښې د فلسطین د قدرت په زیاتیدا ټینګار وکړ او ویې ویل اسرائیل باید پوه شي چې برید وکړه او وتښته پړاو نور  پاې ته رسیدلی دی او نن سبا د فلسطین خلک لا قدرتمن شوي دي .

هغه وویل نوي فلسطین بڼه خپله کړي ده .

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي وویل وروستي جنګ قدرتمن فلسطین د صهیونیسټ رژیم په محاسباتو باندې ورتپلی دی .

هغه وویل د فلسطین خلک به ورځ تر بلې  لا پسې قدرتمن شي .

حسین سلامي ټینګار وکړ د ایران  خلک به د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په سپارښتنه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخ ګډون لپار لببیک ووايي .

هغه ډاګینه کړه انتخابات یوازې د ولسمشر د انتخابولو لپاره نه دي بلکې هره رایه چې صندوق ته اچول کیږي د یوه(۱) توغندي په شان ده چې د استکباري قدرتونو په زړه باندې ګوزار کوي او ایران له استکبار سره په سپیڅلي جنګ کښې په افتخار او غرور سره بریالی کوي .