مرکچي پلاوي شاید د مشورو لپاره خپلو هیوادونو ته ورستانه شي
(last modified Tue, 01 Jun 2021 01:21:54 GMT )
Jun 01, 2021 05:51 Asia/Kabul
  • مرکچي پلاوي شاید د مشورو لپاره خپلو هیوادونو ته ورستانه شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي په دې خبرې سره چې زه په شخصي ډول ډاډمن نه یم په ویانا کښې د خبرو اترو په دغه پړاو کښې نتیجې ته ورسیږو وویل

ممکنه ده ضرورت ووسي د هیوادونو پلاوي یوځل بیا د نورو مشورو لپاره خپلو هیوادونو ته ولاړ شي که څه هم  تراوسه په دې هکله پریکنده فیصله نه ده شوي .

هغه  په ویانا کښې د اټومي خبرو اترو د بهیر په هکله وویل اوه (۷) ورځې کیږي چې په ویانا کښې خبرې تعقیبوو او خبرې ډیرې زیاتې پیچلتیاوې لري او د اختلاف وړ اصلي موضوعګانو ته رسیدلي یوو فکر کوم تراوسه مو ښه پرمختګ کړی او ښه لاره مو کچ کړي ده .

عباس عراقچي  د پرون ورځې نورو کتنو ته په اشارې سره وویل د ایران د چین او د روسیې ترمینځ ښه غږملتیاوې شته او دغه راز له دریو (۳) اروپايي هیوادونو سره مو درې اړخیزه غونډه ولرله او دغه راز د کارپيژاندو په سویه غونډې په همدې ترتیب سره دوام لري .

هغه زیاته کړه  په راتلونکو دوو (۲) یا دریو (۳)ورځو کښې به کار ته دوام ورکړو او زه په شخصي ډول ډاډمن نه یم چې په دغه پړاو کښې خبرې اترې پاې ته ورسیږي .

 

ټیګونه