رحماني فضلي:
د سالمو انتخاباتولپاره حالات برابر دي
Jun 08, 2021 07:23 Asia/Kabul
د ايران د کورنيو چارو وزير وويل: په پوره امنيت او پوره ورغتيائي شکل کښې د روغو او سالمو انتخاباتو کولو لپاره ټول حالات برابر دي.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې عبدالرضا رحماني فضلي پرون له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ د عملياتي مرکز د پينځلسمې غونډې ترڅنګه د خبريالانو په ټول کښې وويل: ټولې متعلقه ادارې پوره چمتووالے لري چې د انتخاباتي تبليغاتو او رائې اخېستنې په ورځو کښې د روغتيائي پروټوکولونو په زيات نه زيات خيال ساتنې سره اجازه ورنه کړي چې په خلقو کښې د يوې ډېرې مهمې چارې او سياسي جشن په توګه انتخابات د کورونا د بيمارۍ د پراختيا او پياوړتيا لپاره په يوې ذريعې بدل شي.
د ايران د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو انتخاباتو د روان جون په اتلسمه نېټه کيږي.
ټیګونه