د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په وړانډې خنډونه اوچیلنجونه
په اوسني وضعیّت کې په دې باب د ایران د جامعې نړیوالې ا یټمي مووافقې د مادو په اساس له غوښتنو سره د امریکا دریځونه ، چې امریکا بایدد ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په کرغیړن پړاؤ کې درست لګول شوي بندیزونه لغوه کړي ، لا واټن شته دی.
د ایران مرستیال خارجه وزیر او د ویانا په خبرو اترو کې د ایران دمرکچي ټيم مشر سید عباس عراقچي بیګا په یوه ټولنیز پیغام کې په دې خبرې په ټینګار سره وئیلي دي ، په تیرو درو کلونو کې امریکا د دینا په ګوټ ګوټ کې هر یو ایرانی په غیر قانوني او وحشيانه ډول بایکاټ کړی دی .
هغه روښانه کړې ده،د امریکا اوسنی حکومت په تیرو یو سل څلور څلویښتو ورځو کې چې ئې تیریږي،د بشریّت په ضد په دغه جنایت کې شریک دی .
د امریکا دبندیزونو دلغوه کولو او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء او دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته ددغه هیواد داحتمالي بیرته ستنیدا په موخې سره له ۴+۱ډلې سره د ایران دخبرواترو شپږم پړاؤ ، په ویانا کې ترسره شوی دی .
ددغو خبرواترو موخه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په باب یوې پریکنده او تضمین شوي فیصلې ته رسیدل دي . په عین حال کې نښې نښانې ښئ چې دغې موخې ته تر رسیدو پورې ډير واټن هماغه راز شته دی .
د څارونکو له نظره،د امریکا د اقداماتو د تائيدیدا ترڅنګ د سیاسی، حقوقي او تخینیکي مشکلاتو شتون،ددغو پيچلتیاؤ یوه برخه ده چې حل کول به ئې اوږدمهاله وي .
د سپینې ماڼۍ له خوا د ځینو بندیزونو لغوه کیدا او په مقابل کې ، دځينو نورو بندیزونو پر پاتیکیدا د جوزف بایډن دحکومت دباؤ، لامل شوی چې په خبرواترو کې له پرمختګ سره سره ، د نړیوالې ایټمي موافقې احیاء ډيره مشکله ښکاري .
د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن ددغه هیواد مشرانو جرګې ته پخپل یوه وروستي راپور کې وئیلي دي ، اټکل کوي ،حتی که تهران او واشنګټن ایټمی موافقې ته بیرته وګرځي هم ، نو د ایران په ضد به د امریکا په سلګونو بندیزونه پخپل ځاي پاتې وي . هغه په سلګونو بندیزونه چې بلینکن ئې ډنډورې وهي ، له ؛کاتسا؛ سره اړونده بندیزونه دي چې د میډل ایسټ نیوز خبری سایټ د وروستي راپور په اساس ، تر دې دمه د یوزر شپږ سوه بندیزونو له لیسټه ئې تر اوو سوو پورې لغوه شوي او نور تر دې د مه پخپل ځاي پاتې دي .
یوبل مشکل چې د ویانا خبرې اترې ئې له مشکل سره مخ کړي دي ، د جوبایډن د حکومت لپاره د کانګرس قدرت ښودل دي . د امریکا د کانګرس استازو په تیر کال کې دجوزف بایډن قدرت ته د رسیدا له وخت راهسې په کرتو ښودلې ده چې دومره آسانه هم نه ده چې د امریکا حکومت دغې نړیوالې موافقې او خپلو ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي . په دې زمینې کې ابهام دا ګمان پياوړی کړی دی ، چې ډير باید دا تمه ونه لري ، چې د ایران په ضد د امریکا بندیزونه به د تل لپاره لیرې شي .
د جامعې ایټمي موافقې د احیاء په بهیر کې دخنډ جوړولو لپاره د سناتورانو په ترټولو وروستي اقدام کې ، پولیټیکو خپرونې دتیرې جمعې په ورځې د خبرواترو د شپږم پړاؤ په درشل کې خبر ورکړی ؤ ، د امریکا یو شمیر سناتوران دیوه داسې پلان په تصویبولو پسې دي ، چې له ایران سره هرډول نوي موافقه باید په کانګرس کې تصویب شي . دغې خپرونې په دوام کې لیکلي دي ، دغه پلان د موافقې هرډول احیاء کیدا له خطرې سره مخامخ کولی شي .
د امریکا حکومتونو په تیرو لسیزو کې په کرتو ثابته کړې ده ، چې په نړیوالو موافقو کې خ پلو ژمنتیاؤ او دندو ته څه خاص توجه نه کوي ، چې یو مثال ئې ، له هغو ډيرو نړیوالو ژمنتیاؤ څخه چې یو مثال ئې جامعه نړیواله ایټمي موافقه ده ، د امریکا د تیر حکومت وتل وو .
له زیاتو خنډونو سره سره د ویانا خبرې اترې ، دی وشمیر اختلافاتو دحل زمینه جوړونکي شوي دي ، خو دغه پوښتنه هماغه راز پاتې ده چې آیا د ایران د انتخاباتو په درشل کې د خبرواترو ورپسې پړاؤ ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې احیاء کیدا لپاره تر ټولو وروستۍ خبرې اترې کیدلی شي .؟
په اوسني وضعیّت کې په دې باب د ایران د جامعې نړیوالې ا یټمي مووافقې د مادو په اساس له غوښتنو سره د امریکا دریځونه ، چې امریکا بایدد ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په کرغیړن پړاؤ کې درست لګول شوي بندیزونه لغوه کړي ، لا واټن شته دی.
په بله معنا ،باید ووئیل شي ، مخکینیو بدعهدیو او دژمنتیاؤ خلاف ورزیو ته په پام سره ، دامریکا په نسبت ډيره زیاته بې اعتمادي موجوده ده . په همدې دلیل واشنګټن په پیل کې باید دبندیزونو دبشبړ لغوه کولو پشمول اعتماد جوړونکي درست اقدامات ترسره کړي او د ایران اسلامی جمهوریت ئې تائيد کړي .نو له دې وروسته ده چې ایران په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته بیرته راګرځي .