د ايران په انتخاباتو کښې له پينځه سوه زياتو بهرنيو خبريالانو شتون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101728-د_ايران_په_انتخاباتو_کښې_له_پينځه_سوه_زياتو_بهرنيو_خبريالانو_شتون
د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامي کلتور او ارشاد د وزير مطبوعاتي او اطلاع رسونې مرستيال د ايران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له پينځو سوو نه د زياتو بهرنيو خبريالانو د شتون خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 16, 2021 07:57 Asia/Kabul
  • د ايران  په انتخاباتو کښې له پينځه سوه زياتو بهرنيو خبريالانو شتون

د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامي کلتور او ارشاد د وزير مطبوعاتي او اطلاع رسونې مرستيال د ايران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له پينځو سوو نه د زياتو بهرنيو خبريالانو د شتون خبر ورکړ.

د ميزان خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد خدادي وويل، د کورونا په وجه د سفرونو د محدوديت باوجود به له دوه سوه شپږويشتو نړيوالو رسنيو څخه له پينځو سوو نه زيات بهرني خبريالان د ايران د راتلونکو انتخاباتو ته کورېج ورکړي.

خدادي زياته کړه، دغه رسنې د نړۍ له نهو دېرشو هېوادونو څخه دي او ايران ته د هغوي د  داخلېدو او د خبري فعاليت کولو لپاره ضروري غږملتيا ترسره شوې ده.

هغه دې ته په اشارې سره چې د بهرنيو خبريالانو ايران ته د راتګ شرط يوازې د کورونا منفي ټېسټ دے وويل، له دغو څخه به درې سوه شپږ دېرش په تهران کښې مېشته بهرني خبريالان وياو له يو سل شپتو نه زياتو خبريالانو ته مطبوعاتي وېزې جاري کړې شوې دي.

د ايران د ولسمشرۍ ديارلسم انتخابات د غبرګولي د روانې مياشتې په اتويشتمه ترسره کيږي.