د ایران انتخابات د ویانا په خبرو اغیز نلري
Jun 16, 2021 14:11 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل په اکثرو هیوادونو کښې بهرنی سیاست له سیاسي او جناحي مسائیلو څخه بیل دی او د ویانا د خبرو اترو چوکاټ د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د تائید وړ دی .
هغه د ایران پریس خبري اژانس دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د ولسمشرۍ انتخابات د ویانا په خبرو باندې اغیز شیندي وویل د ویانا د خبرو اترو اصول د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا د معلومو شویو چوکاټونو پراساس دي .
واعظي وویل په ویانا کښې مرکچي ټیم ویلي دي هغه څه چې موافقه ګڼل کیږي ایران خپلو ټولوغوښتنو ته ورسیږي او په همدې علت خبرې دوام لري چې نور مسائیل حل شي او هیله شته چې راتلونکي اونۍ ښه خبرونه اعلان شي .
ټیګونه