د ایران دولسمشرۍد انتخاباتوپاي او دنوي ټاکل شوي ولسمشر پروګرامونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101948-د_ایران_دولسمشرۍد_انتخاباتوپاي_او_دنوي_ټاکل_شوي_ولسمشر_پروګرامونه
 نوي ټاکل شوي ولسمشر به ، د مجریه قوې مسئولیّت  ،  په داسې حال کې ترلاسه کړي ، چې  دهیواد اقتصاد په مختلفو دلیلونو ډير تاوانونه لیدلي دي. د ایران د دولسم حکومت  په پاي کې به د ترټولو وروستیو احصایو په اساس،  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2021 12:14 Asia/Kabul
  • د ایران دولسمشرۍد انتخاباتوپاي او دنوي ټاکل شوي ولسمشر پروګرامونه

 نوي ټاکل شوي ولسمشر به ، د مجریه قوې مسئولیّت  ،  په داسې حال کې ترلاسه کړي ، چې  دهیواد اقتصاد په مختلفو دلیلونو ډير تاوانونه لیدلي دي. د ایران د دولسم حکومت  په پاي کې به د ترټولو وروستیو احصایو په اساس،  

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ دانتخاباتو د رایو د شمیرل کیدا په پاي سره سید ابارهیم رئسي د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولس دمنتخب شوي  اتم ولسمشر په توګه  غوره شوی دی .

 دایران دکورنیو چارو د وزارت  د انتخاباتو د کمیشن  د اعلان په اساس  نوي ولسمشر د کابو اتلس میلیون رایو په ګټلو سره په اچول شوو رایو کې څه دپاسه دوه شپیته فی صدي راي ګټلی دي .

  په دغه بریالیتوب پسې،د ایران د ولس منتخب شوي ولسمشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دې ته په اشاې سره چې د دیني ولسواکۍ دقاعدې په اساس دغه ټاکنه ،د ددرست ملت ټاکنه ده  او  دی د درستو  خلکو خادم دی، روښانه کړې ده ،  هماغه شان چې  په دغو خپلواکه انتخاتو کې وارد شوم ، د تاسو په بې ساري اعتماد او ډیرو لوړو رایو ملاتړ سره ،  یو زیارکښ ،انقلابي  او د فساد ضد انګیزه لرونکی حکومت جوړوم ، او د اسلامی انقلاب د چورلیزي ماموریت په توګه به   دعدالت په لور حرکت وکړو .

 د  ایران داسلامی جمهوریت  نوي ټاکل شوي ولسمشر  له خپلې کامیابۍ  مخکې په یوې مرکې کې  ولسی شونه ، دفساد ضد انګیزه لرنه  او له انقلابی روحيې برخمنیدا د  هغه د همکارانو د ټاکنې لپاره  درې مولفې بللي او وئيلي ئې دي ، درست دې پوهه شي ، چې  ولسی حکومت  هیڅ ډول فساد نه زغمي  او اجازت نه ورکوي ، د حکومت په کومې ادارې  او اورګان کې فساد ځاله جوړه کړي .

 ابراهیم رئسي  همداراز پخپلې اعلامیې کې   د خپل حکومت  د کار مهمو سپرکو ته په اشارې سره لیکلي دي ، روښانه ده چې  ولس  د هیواد په  موجوده اقتصادي  او اداري  وضعیّت باندې  چې  نه د اسلامی انقلاب له ارزښتونو سره او نه هم د  ولس له تمو سره  او نه هم له موجوده توانمنیو او امکاناتو سره سمون  نخوري ، اعتراض کوي او ګله مند دي .  راتلونکی حکومت  د دغه ګډ درد اوکړاؤ  د درملنې لپاره ، باید  دو لس په ګټه د هیواد داجرائي  چارو د اداره کولو د پلان په اساسی بدلون   اعتقاد ولري  ، څو  په نزدې راتلونکي کې د بې عدالتۍ ، کوږوالئ او حاشیه ؤ له امله تراخۀ ګامونه ، دعدالت د اجرا په احساسیدونکو خوږلښتونو بدل  شي .

 د ایران نوی منتخب شوي ولسمشر همداراز وئیلی دي ، ولس له انتخاباتو څخه په دې پسې نه دي، چې   یو کس یا ډله  دقدرت له څوکۍ لیرې شي او یوه بله قبیله یا ډله ټپله  د دوي په ځاي په  راتلو سره ،  د هیواد امکانات پخپلو کې سره ویش کړي ، د ا نتخاباتو نتیجه ، باید  حقیقي بدلون ،یعني  د ولس ژوند  ته  دتاندوالي او هیلې بیرته ستنیدا  شي .

تر راتلونکو پنځه  څلویښت ورځو پورې به نوی ټاکل شوی ولسمشر  خپل مسئولیّت په غاړه واخلي .

 نوي ټاکل شوي ولسمشر به ، د مجریه قوې مسئولیّت  ،  په داسې حال کې ترلاسه کړي ، چې  دهیواد اقتصاد په مختلفو دلیلونو ډير تاوانونه لیدلي دي. د ایران د دولسم حکومت  په پاي کې به د ترټولو وروستیو احصایو په اساس،  

 دانفلیّشن اندازه تر پنځه څلویښت فی صدو پورې ورسیږي  چې پخپل ځای کې یو ریکارډ حسابیږي .

 په اقتصاد کې  دانفلیّشن اندازه ، یوه ترټولو تراخه سیاسی  اندازه پيژندل کیږي ، ځکه  خلک   پخپل دسترخوانونو باندې د کمښت او زیاتیدا دغه اندازه   احساس کوي ، پر دې اساس د بیروزګارۍ  دتمو کمیدا  او د انفلیّشن د اندازې  دودې مخنیوی  او بیرته خپل عادي بهیر ته ئې ستنیدا به ، د راتلونکي حکومت په وړاندې  سرت چیلنجونه وي . دځوانانو بیروزګاري  او  دټولنې د تعلیمیافته  او متخصصو ځوانانو  څخه په استفادې سره   د تولید د ظرفیّتونو د برابرولو  ضرورت  هم  د راتلونکي حکومت یو بل اقتصادي چیلنج دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علي خامنه اي  دشنبې په ورځې  دغبرګولې داته ویشتمې نیټې په انتخاباتو کې  دا یران دملت ولولناک او حماسي شتون  په مناسبت  پخپل پیغام کې ،  ددغه حماسی شتون په قدرونې سره  د ولسمشرۍ  او یا دشوراګانو په لوړو مسئولیّتونو کې د خلکو  ټاکل شوو ته په خطاب کې  فرمائيلي دي ،  د هیواد او ملت دخدمت کونې د فرصت په قدر پوهه شئ  او  خدائي انګیزې  تل په نظر کې ولرئ ::: 

 په هر حال  دهیواد له امکاناتو څخه  استفاده  چې  ډير ارزښتمند او ډول ډولوالی لري ،  په چورلټ ډول  انګیزه لرونک و  اوزیارکښتو مسئولانو ته اړتیا لري څو  په ترټولو لوړه  سویه ، داقتصادي  چیلنجونو  د ختمولو لپاره  خپل  ظرفیّتونه وکارول شي .

 له دې پلوه ، د  د ایران ملت ته په خطاب کې د  نوي ټاکل شوي ولسمشر لیدتوګې او اعلامیه   په دې ټکي ټینګار کوي ، چې  دانتخاباتو پاي ، باید  د بدلون درامینځةکولو  لپاره  دیوه نوي حرکت پيل شی . هیله ده  چې د ولس  په رایو سره ټاکل شوی   نوی  ولسمشر او  حکومت ئې چې  د ایران د د رست لوي ملت  استازی دی ، د ملی ګټو دتامینیدا او د خلکو دغوښتنو  په پوره کیدا کې سرلوړی  او بریالی شي .