امریکا دې درست بندیزونه ختم کړي
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن شپږمه ناسته بیګا د ایران او ۴+۱ډلې د مرکچي ټيمونو په شتون سره پاي ته رسیدلې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي بیګا په ویانا کې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دلورو د ګډ کمیشن له غونډې وروسته وئيلي دي ، د کار پاي ته نزدې شوي یوو ، خو پاتې لاره به دومره هم آسانه نه وي .
عراقچي زیاته کړې ،دګډ کمیشن په غونډې کې د هغو کوټلو خبرواترو یوې جمع بندۍ ته رسیدلي یوو چې په تیرو اوو اتو ورځو کې ترسره شوي دي .
د ګډ کمیشن په خبرواترو کې دایران د مرکچي ټيم مشر وئیلي ، درست پلاؤ منلې ده چې نسبتا ښه پرمختګ شوی او ټول لوري د یوې مثبتې موافقې ته د رسیدو او د لارې ددوام لپاره پر خپل جدیّت ټينګار لري ، خو دا هم مني ، چې ځیني اساسی مسئلې دي چې باید د فیصلې کونکو په پلازمینو کې ورباندې فیصلې وشي .
عباس عراقچي دغه راز وئيلي د ایران دریځونو د خبرواترو له پیله تر دې دمه هیڅ بدلون نه دی کړی .
دایران مرستیال خارجه وزیر ټينګار کړی ، باید داسې تضمینونو ته ورسیږو چې ایران ته ډاډ ورکړل شي ، هغه څه چې د امریکا تیر حکومت کړي ،یعني دبندیزونو بیرته لګول او له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یو اړخیز وتل بیا تکرار نشي .
داپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمی استازي میخایل اولیانوف هم له دغې غونډې وروسته وئیلي د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لورو په دغې ناستې کې له خپلې خوا جدیّت ښودلی خو ځيني موضوعګانې شته چې باید پخپلو پلازمینو کې له مشورو وروسته پرې ارزونې وشي .
البته د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون بیګا له فکس نیوز خبری چینل سره په خبرو کې وئیلی دي ، هماغه راز ډیر واټن شته چې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې لوري کومې نهائي فیصلې ته ورسیږي . باید دغه واټن کچ کړائ شي ، په ویانا کې په دې خبرې روانې دي ، چې له ایرانه کوم کوم بندیزونه لیرې شي .
همداراز فارس خبري آژانس هم راپور ورکړی ، د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن د مشر مرستیال آنریکه مورا چې ددغې غونډې مشري ئې په غاړه درلوده ،دغونډې په پاي کې په یولړ زیات غواړو څرګندونو کې وئيلي دي ،تمه ده دایران او ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مرکچي ټيمونه د څارنې د فعالیتونو د دوام په باب موافقه سره وکړي .
آنریکه مورا هیله ښودلې د ایران د ایټمي فعالیتونو باندې د څارنې موافقه چې دجون په ۲۴پاي ته رسیږي ، یوځل بیا تمدید شي .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن شپږمه ناسته بیګا د ایران او ۴+۱ډلې د مرکچي ټيمونو په شتون سره پاي ته رسیدلې ده .