د ایټمي موافقې دمادوپه اساس دې د ایران په ضدبندیزونه ختم شي
(last modified Wed, 30 Jun 2021 09:35:02 GMT )
Jun 30, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې دمادوپه اساس دې د ایران په ضدبندیزونه ختم شي

  د امریکا د خارجه وزیرات مرستیالې ویندوئې جالینا پورټر  هم بیګا په خبري کنفرانس کې ټينګار کړی دی،واشنګټن  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا او ایران د دواړو لورو دستنیدا ته ژمن دی .

 روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړی،د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش دملګروملتو امنیت شورا ته په یوه راپور کې له امریکا غوښتي دي،د ۲۰۱۵کال د  جامعې ایټمي موافقې په اساس دې د ایران په ضددرست بندیزونه ختم کړي .

 انتونیو ګوتریش  په دغه راپور کې  همداراز د ایران داسلامی جمهوریت  سره  دتیلو په تجارت په اړه د معافیتونو او  دایټمی وسلو دبندیز  له پروژو سره  په ارتیاط کې دبخښنو دبشپړتیا   دنويوالي د تمدیدیدا غوښتنه هم کړې .

  د امریکا د خارجه وزیرات مرستیالې ویندوئې جالینا پورټر  هم بیګا په خبري کنفرانس کې ټينګار کړی دی،واشنګټن  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا او ایران د دواړو لورو دستنیدا ته ژمن دی .

Image Caption

 

 پورټر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د ویانا دخبرواترو دپرمختګ په باب  هم وئيلي دي ، د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالی  د ویانا دخبوراترو له شپږ م پړاؤ څخه له ستنیدا وروسته ، دم ګړۍ  په واشنګټن  کې په مشورو لګیا دی  او مونږ د خبرواترو د اوم پړاؤ لپاره  هیڅ ډول اعلامیه او  خبرتیا نه لرو .

 د امریکا او فرانسې خارجه وزیرانو  په همدا وروستیو کې په پاریس  کې په ګډ خبري کنفرانس کې  د ایران د ایټمي موافقې په باب زیات  غواړی دریځ  وړاندې کړی او مدعی شوي  چې دوي جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا په زمینې کې د  تهران دفیصلې په تمه دي . حال داچې د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  د دوي په ځواب کې وئيلي دي ، ایران  هیڅکله هم له نړیوالې ایټمي موافقې نه دی وتلی  چې بیرته وګرځي ، بلکې دا امریکا ده چې باید تضمین ورکړي  او دغیر قانوني   بندیزون وپه لغوه کولو  او په اغیزشیندونکي اجرا سره دې بیرته  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ستنه شي .

 

ټیګونه