د دښمن ټولې تيارۍ به د هغو په زېږنځي کښې ناکامې کړوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102700-د_دښمن_ټولې_تيارۍ_به_د_هغو_په_زېږنځي_کښې_ناکامې_کړوو
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: د دښمن ټولې تيارۍ به د هغو په زېږنځي کښې ناکامې کړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 08:13 Asia/Kabul
  • د دښمن ټولې تيارۍ به د هغو په زېږنځي کښې ناکامې کړوو

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: د دښمن ټولې تيارۍ به د هغو په زېږنځي کښې ناکامې کړوو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي نن د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک صابرين يونټ ته د نويو سازوسامانونو د سپارلو په مراسمو کشې وويل: د سټراټېجۍ په زېږنځي کښې د دښمن په ماتې کښې هيڅ شک نشته او توده وسله هغه وروستۍ وسله ده چې د سپاه زمکنے ځواک يې په لاسو کښې نيسي.

هغه زياته کړه، دغه ځواک په وړومبۍ مرحله کښې رغونه او آبادونه کوي او د مقاومت د کتاب مخونه هم سوريه، يمن، لبنان او عراق دي.

د مختلفو ماډرنو وسلو او دفاعي سازوسامانونو مجموعه نن د جنرل حسېن سلامي او د وسله والو ځواکونو د يو شمېر قوماندانانوو، چارواکو و کارکؤنکو په شتون سره د اسلامي انقلاب د پاسدارانود لښکر د زمکني ځواک جنګي ادارې ته وسپارل شوه.

د نوي جنرېشن نښه ويشتونو او دقيق ويشتونکو توغنديو، يرغليزو هيلي کاپټرونو او د اوچتې فاصلې جنګي ، پېژندګلۍ او انتحاري حمله کؤنکو مختلفو ډرون الوتکو سپارل د سپاه د زمکني ځواک د دفاعي قوت د تکامل په بهير کښې يو بل مخ په وړاندې مهم ګام پورته کړې شو.