په درملو د امریکا بندیزونه جنګی جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102802-په_درملو_د_امریکا_بندیزونه_جنګی_جنایت_دی
د ایران اسلامی جمهوریت په دې زمینې کې د پام وړ پرمختګونو سره سره،هماغه راز د متحده ایالاتو له هغو یواړخیزو ظالمانه بندیزونو کړیږي،چې د نړیوالو قوانینو،دنړیوالو اړیکو داساسي قواعدو او د ملګروملتو دمنشور  داصولو او موخو سره په بشپړ تضاد کې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2021 10:02 Asia/Kabul
  • په درملو د امریکا بندیزونه جنګی جنایت دی

د ایران اسلامی جمهوریت په دې زمینې کې د پام وړ پرمختګونو سره سره،هماغه راز د متحده ایالاتو له هغو یواړخیزو ظالمانه بندیزونو کړیږي،چې د نړیوالو قوانینو،دنړیوالو اړیکو داساسي قواعدو او د ملګروملتو دمنشور  داصولو او موخو سره په بشپړ تضاد کې دي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمی استازي مجید تخت روانچي دایچ ائي وي ایډز ناروغۍ ویروس په باب دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ  په تر ټولو لوړې غونډې کې   ماشوم ته له موره د ناروغۍ دمنتقلیدا دمخنیوي او ددې له امله د تاوانونو دکمیدا پشمول له ایچ آئي وي ایډز ناروغۍ سره  په مخامخیدا کې د ناروغانو د سلامتیا او روغتیائي وضعیّت په حوزې کې په ایران کې شوو پرمختګونو ته  اشاره کړې او وئیلي ئې دي،د ایران اسلامی جمهوریت په دې زمینې کې د پام وړ پرمختګونو سره سره،هماغه راز د متحده ایالاتو له هغو یواړخیزو ظالمانه بندیزونو کړیږي،چې د نړیوالو قوانینو،دنړیوالو اړیکو داساسي قواعدو او د ملګروملتو دمنشور  داصولو او موخو سره په بشپړ تضاد کې دي .

تخت روانچي  په دغې ناستې کې همداراز ووئیل ، غیر قانوني بندیزونه، دایچ آئي وي ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د بیله شوو  خصوصي او عمومي سرچینو دکمیدا لامل شوي او پر روغتیائی سسټمونو ئې منفی اغیزې شیندلي دي  او دغه راز  طبي محصولاتو او همداراز ټیکنالوجۍ ته د لاس رسي  او  له نړیوالو مالی موسیسو سره د معادلاتو او  او مشارکتونو  مخنیوی کوي . په ملګروملتو کې داسلامي ایران دایمی استازي  دې ته په اشارې سره چې  دکروائی بحران په ترینګلو شرائطو کې ،  په ایران کې په تیره بیا د میرمنو ،ماشومانو زلمیانو او بوډاګانو او دغه راز په   پرکوَټو کسانو باندې دغه شان اقداماتو منفي اغیزې زیاتې شوي دي ، خبرداری ورکړ،د سیاسی موخو لباره د خلکو دسلامتیا او امنیت  خطرې سره مخامخول ، نه یوازې غیر قانوني دي ،بلکې  دبشریّت په ضد  او جنګي جنایت حسابیږي  او نړیوال مسئولیّتونه په ځان پسې لري . او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل انساني او اساسی  مسئولیّت او دنده وپيژني .