د سیمې هیوادونه دې دافغانستان لپاره کومه حل لاره ولټوي
د افغانستان ویشل کیدا د ګاونډيو هیوادونو لپاره خطرناکه کیدلی شي ، هماغه شان چې دسورئې ویشل کیدا هم دغه تاوانونه په ځان پسې درلودلی شول .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشي علامه راجه ناصر عباس جعفري بیګا د ایران په قم سپيڅلي ښار کې د افغانستان راتلونکي او طالبانو په نامې سره په یوه سیمنار کې له وینا وروسته په خبري نا ستې کې ووئیل ، په افغانستان کې دبحران سختیدا ته په پام سره ددغه بحران دحل لپاره د اسلامی هیوادونو او په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو له خواکومه لاره چاره لټول ضروري دي .
د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشي دافغانستان د حالاتو په ارتباط او د پاکستان پشمول د سیمې پر هیوادونو ئې دسیاسی او ټولنیزو اغیزو په باب هم ووئیل ،دستمبر له یولسمې پیښو وروسته د پاکستان حکومت د امریکا فرمان ته غوږ کیښودلی ؤ او اوس چې ا مریکایان له شلو کلونو وروسته له افغانستانه پښې سپکې کوي ،نو اغیزئې پر پاکستان هم کیږي . . هغه همداراز ووئيل ، امریکا په اسلامی نړۍ کې د اغیز شیندنې لپاره په عراق او سورئې کې داعش او نوره ترهه ګرې ډلې راوپنځولې او اوس د هغوي منحوسې اغیزې د افغانستان په څير په ځينو نورو هیوادونو کې هم وینو . راجه صیب دافغانستان په بدلونونو داندیښنې په ښودلو سره ووئیل د افغانستان ویشل کیدا د ګاونډيو هیوادونو لپاره خطرناکه کیدلی شي ، هماغه شان چې دسورئې ویشل کیدا هم دغه تاوانونه په ځان پسې درلودلی شول .