ایران د بندیانو د تبادلې د موافقې اجرايي کولو ته چمتو دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د چارواکو ادعاګانو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ ایران همدا نن د بندیانو د تبادلې د موافقې اجرايي کولو ته تیار دی .
هغه نن په ټویټر پیغام کښې د ټولو لورو د لسو (۱۰) بندیانو د خوشي کیدا او د بشر دوستانه تبادلې په هکله له امریکا او انګلستان سره د ایران موافقې ته په اشارې سره ولیکل ایران چمتو دی همدا نن دغه موافقه اجرايي کړي .
خطیب زاده په دوام کښې ولیکل د حیرانتیا خبره ده چې امریکا له دغه ساده حقیقت څخه انکار کوي چې د نیول شویو کسانو په هکله یوه (۱) موافقه لاس ته راغلي ده .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ویانا خبرو ته په اشارې سره وویل په ویانا کښې په اټومي تړون سربیره له امریکا او انګلستان سره د ټولو لورو د لسو(۱۰) بندیانو د خوشي کیدا او د بشر دوستانه تبادلې په هکله هم موافقه وشوه .
د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن ادعا وکړه کله چې په ایران کښې د واک د انتقال پړاو پاې ته ورسیږي د ویانا د خبرو اترو د دوام لپاره پلانونې ته تیار یوو .
هغه ادعا وکړه مونږ د خبرو دوام ته تیار وو خو ایران په خپل هیواد کښې د واک د انتقال په خاطر د نور وخت غوښتنه کړي ده .
د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن دغه څرګندونې له دې وروسته مطرح کیږي چې د ایران د خارجه وزیر مرستیال او په اټومي خبرو کښې د ایران د پلاوي مشر سید عباس عراقچي په ټویټر پیغام کښې ټینګار وکړ د ټولو لورو لس (۱۰) بندیان همدا سبا خوشي کیدلی شي که چیرې امریکا او بریتانیا په ترسره شوي موافقې کښې په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي .