د ایران د خلکو او چارواکو په مرستې سره فتنه ختمه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103464-د_ایران_د_خلکو_او_چارواکو_په_مرستې_سره_فتنه_ختمه_شوه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د دښمانانو فتنه د خلکو او د چارواکو په مرستې سره پاې ته ورسیدله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 00:21 Asia/Kabul
  • د ایران د خلکو او چارواکو په مرستې سره فتنه ختمه شوه

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د دښمانانو فتنه د خلکو او د چارواکو په مرستې سره پاې ته ورسیدله .

هغه پرون په دې خبرې سره چې دښمن د اقتصادي مشکلاتو، د اوبو د کمښت او د وچکالۍ په شمول په بیلابیلو پلمو سره په ایران کښې د فتني د رامینځته کولو کوشش کوي وویل د خلکو او د حکومتي چارواکو په مرستې سره مشکل یوبل پسې ختمیږي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلاميد خوزستان ولایت وروستیو پیښو ته په اشارې سره د دغه سیمې خلک د خبرو او د بصیرو کسانو په توګه یاد کړل کوم چې خپل صف یې له  انقلاب ضد کسانو جلا کړی دی .

هغه وویل ایران د کورونا په مدیریت ، د عمومي واکسین په ترسره کولو او تر سختو دباونو لاندې د هیواد  په اداره کولو سره وښودله چې خپلواکه دی او په هیڅ ستر قدرت پورې به اړونده نه وی .