له دښمن سره له جنګ څخه ویره نلرو
زمونږ خبریال وايي د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د لومړۍ سیمې قومندان برید جنرال عباس غلامشاهي نن سهار له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل په فارس خلیج کښې له دښمانانو سره د جنګ په هکله هیڅ اندیښنه نلرو .
هغه وویل له دښمانانو سره د زمونږ د جنګ لومړۍ کرښه سمندر ده او تر ټولو حساسه سیمه په هرمزګان ولایت کښې د هرمز اوبلاره ده .
عباس غلامشاهي وویل د دښمن لخوا په عملي ګواښونو اندیښمن نه یوو او دښمانانو جنګ د رواني عملیاتو او د رسندوي جنګونو په لور بیولی دی او کوشش کوي نړۍ په دروغجنو خبرونو سره ګډه وډې کړي او مونږ په دفاعي امنیت کښې هیڅ اندیښنه نلرو .
هغه په دې خبرې سره چې دښمن د ایران له وسله والو ځواکونو ویریږي او دغه چاره سبب شوي ده دښمن خپل تمرکز له سخت جنګ څخه نرم جنګ ته بدل کړي وویل د هرمز اوبلاره د دنیا د نن ورځې موضوع ده او له دښمانانو سره زمونږ د جنګ لومړۍ کرښه سمندر دی چې تر ټولو حساسه سیمه هم هرمز اوبلاره ده .