افغانستان، د ایران او آسټریا د مشرانو په خبرو کې  مهمه  چورلیزي موضوع
(last modified Tue, 24 Aug 2021 09:38:54 GMT )
Aug 24, 2021 14:08 Asia/Kabul
  • افغانستان، د ایران او آسټریا د مشرانو په خبرو کې  مهمه  چورلیزي موضوع

 د ایران دبشري حقوقو  کمیشن ټینګار کړی و دا په داسې حال کې دي چې  لویدیځي رسندویو هڅه کړې ده ،  د یوه امریکائی  عسکر په غیږې کې د یوه افغان ماشوم  دانځور  په خپرولو سره ،  د نړۍ  دعمومي افکارو په نزد  د خپلو پوځيانو پر جنایتونو برغولی کیږدي . 

 د ایران د اسلامي جمهوریت  سیاست  په سیمې کې د سولې او امنیت په اساس ولاړ دی . پر  دې اساس ، ایران  خپلې درستې هڅې کارولي دي ، څو  د افغانستان موضوع د مختلفو قومونو په مشارکت سره  حل شي او په دغه هیواد کې ثبات ټينګ شي  او په عین حال کې  د ګاونډیانو امنیت ته هم  کوم تاوان پکې ونه رسیږي .

  د  ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر سیدابراهیم ریئسي پرون د آسټریا له صدراعظم سباستین  کورتس سره  په ټیلیفوني تماس کې  د افغانستان اندیښمنونکي وضعیّت ته په اشارې سره  ووئیل ،په افغانستان کې د امنیت او  سولې دټينګيدا لپاره د ایران هڅه  همیشنۍ او بې وقفې  دوام لري او مونږ تیار یوو،له هغو ټولو حکومتونو سره چې په افغانستان کې د سولې او آرامښت د ټينګیدا لپاره مسئولیّت احساس کوي،ملګرتیا کوي .

 دغه کړچار  له دوو اړخونو ډير اهمیّت لري .

 لومړی اړخ، دا  چې ، ایران او افغانستان  دوه ګاونډي هیوادونه دي او دا واقعیّت  لامل شوی  دی ، چې  په افغانستان کې مثبت  یا منفي  بدلون پر ایران اغیزې شیندي .

دوهم اړخ،  هغه مثبت او رغنده رول دی چې  ایران په تیرو څلورو لسیزو کې  له افغانستانه   له کومې تمې پرته  په ملاتړ کې  لوبولی دی .

 دافغانستان د پيښو په تحلیل کې ، البته یو بل ټکی هم شته چې  د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم پرون په دوشنبې ورځې په  خبری کنفرانس کې د  ایران پریس خبریال د پوښتنې په ځواب کې  ورته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ،  هغه څه چې  نن سبا ئې په افغانستان کې شاهدان یوو،  د هغو کسانو لپاره ستر درس دی چې   خپل امنیت  ته ئې له  امریکا سره غوټه ورکړې ده .  خطیب زاده  زیاته کړې ، متحده ایالاتو ثابته کړې ده چې  یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي  او حتی پر خپلو متحدانو هم سترګې پټوي . په افغانستان کې  د امریکا شتون  له مرګ ژوبلو ،تاوانونو ، بې ځله پرته بل څه نه دي درلودلي  او بلاخره په بوږنونکي او بې شرمه انداز سره  ئې له دغه ځايه پښې سپکې کړې .

امریکا  په افغانستان کې  هم دعراق په شان  دجنګي جنایتونه کړي دي  چې باید  په دې زمینې کې  ځواب ووائي . په عین حال کې  د ایران د قضایه قوې  د بشری حقوقو   کمیشن  پرون  دیوه ټولنیز پیغام  کې  د ملګروملتو د  احصایو په اساس ، د افغانستان  د نیواک په اوږدو کې  د امریکایانو د جنایتونو د یوې برخې ته په اشارې سره لیکلي دي،  یوازې په تیرو دیرشو میاشتو کې  (یعني د روان کال دجون  تر وروستیو پورې ) د امریکا تر  نیواک لاندې په افغانستان کې  شپږ زره  درې سوه شل ماشومانو ته مرګ ژوبلې اوښتني دي . 

 د ایران دبشري حقوقو  کمیشن ټینګار کړی و دا په داسې حال کې دي چې  لویدیځي رسندویو هڅه کړې ده ،  د یوه امریکائی  عسکر په غیږې کې د یوه افغان ماشوم  دانځور  په خپرولو سره ،  د نړۍ  دعمومي افکارو په نزد  د خپلو پوځيانو پر جنایتونو برغولی کیږدي . 

څه موده مخکې  یوه امریکائی پوځي ایشوا کړې ده ، امریکائي عکسرو  له افغان ماشومانو څخه د  چاودیدونکو کړیو  او ماینونو د پاکولو لپاره استفاده  کوله .

 امریکا له دغو درستو جنایتونو سره سره چې  د افغانستان دملت په حق کې ئې  کړي دي،البته بلاخره په بې شرمۍ او تحقیر سره ئې دغه ټاټوبی  پریښودلی  دی .د امریکا دسپکاویو اوج  هاله ؤ چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن   په افغانستان کې د ا مریکائي  عسکرو  د  څه دپاسه دوه زره  څلور سوه وژلو  او  کابو دوولس زره ټپیانو څخه په شرمیدا سره،له افغانستانه  خپل درست پوځيان  وباسل څو د امریکا خلک  د ویتنام له جنګ وروسته  په اوسمهال  کې د خ پل هیواد دترټولو سترې ناکامۍ شاهدان ووسي. 

 د  اسلامی  انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سید علی خامنهاي  د  حج د شپو ورځو په مناسبت   دنړۍ مسلمانانو ته  دخپل پیغام په یوې برخې کې ، په افغانستان کې له شتونه د امریکا غلط د رک ته  په شاارې سره  روښانه کړې ده ؛  همدغه غلط درک سبب شوی چې  امریکا په افغانستان کې سپکه شي  او  له شل  کلن شور او غوغا  او نیواک وروسته  او  د غیر پوځي او بې دفاع  خلکو په وړاندې د  وسلو بمونو او توغندیو  په  کارولو پسې ، کله  ځان په جبۍ کې ښکیل ولید ، نو   خپل ځواک او پوځي تجهیزات ئې  وباسل .

 افغانستان په حقیقت کې د امریکا  دلاسوهنې او نیواکګرۍ قرباني شوی دی.  اوس  ددغه هیواد د نیواک  او د میلیارډونو ډالرو بودجې   په لګولو سره  د لکونو عسکرو  له لیږد شل کاله تیریږي ،  هغه څه چې   په افغانستان کې له دغې نیواکګرۍ  پاتې دي ، جنګ ، ناکراري ، بې ثباتي او تفرقه ده .

 

ټیګونه