ایران به د قاسم سلیماني د شهادت دوسیه تعقیب کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران خارجه وزارت به د مقاومت د شهیدو قومندانانو یعني د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي د ولسي ځواک د قومندان ابو مهدي المهندس ټرور په حقوقي او نړیواله بڼه تعقیب کړي .
حسین امیر عبداللهیان چې د مقاومت د دغو دوو (۲) سترو سردارانو د احترام لپاره د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د هغوې د شهادت ځای ته ورغلی و د ایرنا خبري اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د ایران خارجه وزارت د هغو لورو چې د امریکا د حکومت او د سپینې ماڼۍ په نوم سره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې د سترو قومندانانو پرضد ښکاره ترهګر اقدام ترسره کړ په په جدي ډول حقوقي او نړیواله تعقیبونه کوي .
حسین عبداللهیان وویل امریکا باید ځواب ورکړ حتی که چیرې د امریکا پخواني حکومت دغه جنایت کړی دی نو د امریکا اوسنی حکومت د دغه اقدام له پایلو ځان نشي تښتولی .
د ایران خارجه وزیر وویل د دغه ترهګر اقدم عاملان او حکم ورکونکی باید سزا شي او عدالت ته وسپارل شي .