امریکایان د برجام په خلاف ورزۍ کښې اصلي مجرمان دي
(last modified Tue, 07 Sep 2021 02:58:43 GMT )
Sep 07, 2021 07:28 Asia/Kabul
  • امریکایان د برجام په خلاف ورزۍ کښې اصلي مجرمان دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکایانو ایټمي موافقې ته ستر ګوذار ورکړ او د دغې موافقې په خلاف ورزۍ یوازې تورنه نه ده بلکې اصلي مجرمه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکایانو ایټمي موافقې ته ستر ګوذار ورکړ او د دغې موافقې په خلاف ورزۍ یوازې تورنه نه ده بلکې اصلي مجرمه ده.

حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او نمایندګانو سره په کتنه کښې په دې ټکي باندې د ټینګار په ترڅ کښې چې ایران د هرې هغې مذاکرې هرکلی کوي چې د ایران د ولس حقوق او ګټې تامینې کړي، زیاته کړه: مونږ د حکیمانه او متینې او د ولس د حقوقو د تامینونکې مذاکرې قائل یو او په دې لړ کښې فعالانه عمل کوو.

هغه په دوام کښې زیاته کړه: مونږ بې نتیجې او د وخت په ضایع کولو سره خبرې اترې د ایران د ولس په ګټه نه ګڼو.

د ایران خارجه وزیر په دوام کښې د افغانستان د روانو بدلونونو په هکله په دغه هیواد کښې له ټولو لورو سره اړیکې ته په اشارې سره، د ټولو قومونو په ګډون سره د یو هراړخیز حکومت په جوړیدو ټینګار وکړ.

هغه د افغانستان له حالاتو او هم د ترهګرۍ او د نشه ایزو موادو د قاچاق له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: د انساندوستانه مرستو لیږل زمونږ د پام وړ دي او د موجودو سختو حالاتو سره سره مو هڅه کړې ده چې زمونږ سرحدونه د مرستو د لیږلو او تجارتي مبادلاتو لپاره خلاص پاتې شي.

هغه په دوام کښې له اروپا سره د اړیکو موضوع ته پام وکړ او د ایران د نوي حکومت په متوازن بهرني سیاست کښې د اروپا او لویدیځ په فرصتونو باندې په ټینګار سره یې څرګنده کړه: اروپا یوازې ټرائیکا نه ده او دغه درې واړه هیوادونه باید د ایټمي موافقې په اجرا کښې له بې عملۍ لرې شي.

 

ټیګونه