د ایران او د اروپا اړیکې باید د متقابل احترام پراساس وي
(last modified Thu, 09 Sep 2021 01:09:49 GMT )
Sep 09, 2021 05:39 Asia/Kabul
  • د ایران او د اروپا اړیکې باید د متقابل احترام پراساس وي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل له اروپايي هیوادونو سره د تهران اړیکې د متقابل احترام د اصل له رعایتولو سره تړاو لري .

د ایران ولسمشر رئیسي پرون د اروپا د شورا له مشر شارل میشل سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران او داروپايي اتحادیې د دوه اړخیزه اړیکو دوام او پایدارۍ د اروپايي لوري  عملي ارادې ته ضرورت لري او هغه د امریکا په شمول د یو (۱) اړخیزپاله قدرتونو په ارادې پورې نه اړوندول دي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې  سره چې ټولې دنیا ولیدل ایران یوازنی هیواد و چې په جدي او حقیقي ډول یې په عراق او سوریې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره مقابله وکړه وویل اروپايي هیوادونو باید د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا په دنیا او سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور په هکله دریځ غوره کولای .

د ایران ولسمشر د اټومي تړون د احیا د موضوع په هکله هم وویل ایران هیڅکله د اټومي موافقې  خلاف ورزۍ نه ده کړي  او نه یې کوي وویل دا امریکا وه چې له اټومي تړون ووتله او د هغه خلاف ورزۍ یې وکړه او په دې سربیره اروپايي هیوادونو هم په اټومي موافقې  کښې خپلو ژمنو ته پاې بندۍ ونکړه .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران د ملګرتیا په هکله وویل له اټومي اژانس سره د تهران ملګرتیا په سوله ییزو اټومي فعالیتونو کښې د شفافیت لپاره د ایران د ارادې ښکاره بیلګه ده .

ابراهیم رئیسي دغه راز د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره وویل ټول هیوادونه باید له یوبل سره تعامل وکړي چې په افغانستان کښې داسې حکومت واک ته ورسیږي چې د دغه هیواد د خلکو د اعتماد وړ وي او سوله ، امنیت ،ارامښت   او پراختیا ډالۍ کړي .

د  ایران ولسمشر رئیسي وویل نن سبا له بل هر وخت څخه زیات دغه خبره ښکاره او ثابته شوي ده چې په افغانستان کښې د خارجي حکومتونو او په تیره بیا د امریکا شتون امنیت نه دی رامینځته کړی او د دغه هیواد لپاره یې له جنګ ، وینې تویدا او ورانۍ پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

د اروپا د شورا مشر شارل میشل هم له ایران سره د اقتصادي ملګرتیاو د پراخولو او د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د اروپايي اتحادیې په جدي دلچسپۍ باندې ټینګار سره وویل بایکاټونو د ایران او د اروپايي اتحادیې په اړیکو باندې ناوړه اغیزونه کړي دي .

 

ټیګونه