اروپايي هیوادونه باید له نشه ییزو موادو سره مبارزه وکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د نشه ییزو موادو له قاچاق سره په مبارزې کښې د اروپايي هیوادونو د رول پرضرورت ټینګار وکړ .
وحید جلال زاده په تهران کښې د ډانمارک له سفیر «یسپر وار »سره په کتنې کښې وویل له افغانستان څخه اروپا ته د نشه ییزو موادو ټرانزیټ په ایران زیات لګښتونه ورتپلي دي او اروپايي هیوادونه باید له نشه ییزو موادو سره په مبارزه کښې اغیز شیندونکی رول ولري .
جلال زاده د لویدیځې اسیا په تیره بیا د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره وویل ترهګرۍ او خارجي لاسوهنې تل د افغانستان دوه (۲) اساسي مشکلات دي چې په هیواد کښې د ناامنۍ د دوام سبب شوي دي .
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر جلال زاده وویل د ایران اسلامي د اسلامي جمهوریت سیاست تل له سیمې د ورهاخوا هیوادونو له لاسوهنې پرته په سیمه کښې د ارامښت او د ثبات په ټینګیدا ولاړ دی او تجربې ښودلي ده چې په عراق او افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شتون د سیمې په هیوادونو کښې د کړکیچ د دوام او د ناامنۍ او د ترهګرۍ د زیاتیدا سبب شوی دی .