کاظم غريب آبادي:
په برجام کښې پوروړي نه يوو، امريکه دې د بنديز له نشې لاس واخلي
په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په برجام اېټمي موافقه کښې د چا پوروړے نه دے وويل چې امريکه دې د لا زيات ځنډ او هر ډول مخکې شرط نه بغېر د اېټمي موافقې او د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک مطابق د خپلو ژمنو خلاف ورزي اودروي.
د اېرنا د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي د د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د برجام اېټمي موافقې د اجرا د حالت د څېړنې په موضوع سره د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د حکامو د شورا په موسمي غونډه کښې په خپله وېنا کښې د غړيو هېوادونو د استازيو لپاره په دې اړه د ايران دريځونه بيان کړل.
هغه زياته کړه، امريکې له برجام اېټمي موافقې څخه د وتلو ، له زيات نه زيات دباو د ماتې خوړونکي سياست د عملي کولو، د بنديزونو د بيا لګولو له لارې چې له ايران سره د تجارتي او اقتصادي تعلقاتو په عادي کولو باندې چې د اېټمي موافقې ترټولو مهم هدف دے نېغ په نېغه او مخربه توګه اثر کړے دے خلاف ورزي وکړه.
غريب آبادي واضحه کړه، له دې امله چې په برجام اېټمي موافقه کښې د بنديزونو د ختمولو او د هغو د اثراتو برخه په دې موافقې باندې د ايران د رضايت بنياد جوړوي، د امريکې خلاف ورزۍ د دې سبب شوې چې د موافقې دغه برخه بې اثره او بې فائدې شي. له بده مرغه د اروپائي اتحاديې او درې اروپائي هېوادونو لخوا او د موافقې د خلاف ورزۍ د تلافۍ لپاره د عملي حل لارو موندلو په خاطر په دغو اندېښنو په مناسبه توګه غور ونه شو.
هغه همدارنګ وويل، ډېره د افسوس خبره ده چې اروپائي هېوادونه هم هغه شان حاضر نه دي چې امريکه له اېټمي موافقې نه د غېر قانوني او يواړخيزه توګه د وتلو په خاطر وغندي او ترې وغواړي چې د ايران د ملت په خلاف دې بنديزونه ختم کړي، خو په اپوټه له ايران څخه د برجام مطابق د خپلو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کوي. تر هغه وخته چې د ايران د ملت په خلاف بنديزونه دوام ولري له ايران څخه د زغم او رغانده اقدام کولو هيله ونه لرئ.