دښمنان د ایران د سترملت دعزت په مقابل کې ناکام دي
(last modified Wed, 22 Sep 2021 02:57:21 GMT )
Sep 22, 2021 07:27 Asia/Kabul
  •  دښمنان د ایران د سترملت دعزت په مقابل کې ناکام دي

د ۱۳۵۹لمریز کال  د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال دستمبر له دوویشتمې نیټې سره برابره  ده ،  دعراق د وخت صدام دیکتاتور تیریګر پوځ د ایران په ضد  دهرډول جنګي ماډرن تجهیزاتو  پّ کارولو سره  پراخ یرغلونه پیل کړل .  د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه  دایران په کال هینداره کې  د سپيڅلي دفاع  د اونۍ پیل دی  

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  د ایران د اسلامی  جمهوریت دپوځ  په اعلامیې کې   چې د سپيڅلی دفاع  د اونۍ د درنښت په مناسبت خپره شوي ،ټينګار  شوی ،  بې شکه هغه انقلاب چې   دولس په خالی لاسونو سره ، البته   په  خدا وندمتعال په توکل او  تکیې او  د حضرت امام خمیني  په هوښیارې او ځيرې رهبرۍ   سره  بریالی شوی ؤ ، د ویاړمنې  سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې  دې ډاډ او  باؤر ته ورسید چې هیڅ یو لویدیځي او ختیځي قدرت  به نه یوازې  ددغه هیواد ملاتړي او ژغورونکي نه و ي، بلکې  یوازې د دوي دښمنۍ او خنډونه دي چې  د ایران دملت او اسلامی نظام  په وړاندې  تل پاتې او دوامدار دي .

په دغې اعلامیې کې  ټينګار شوی دی ، د اسلامی جمهوری ایان  دښمنان  چې  د سترې  شیطانې امریکا او جنایتکار وحشي صهیونیسټي رژيم  په رهبرۍ  ئې  په مختلفو حوزو په تیره بیا  ددفاعي ، اقتصادي  او سیمه ایزې حوزې پشمول په مختلفو حوزو کې د اسلامی ایران  د پرمختګونو په دوام کې  د خنډ د جوړولو لپاره  د ائيتلاف په جوړولو سره  ناکامې هلې ځلې تجروبه کړي دي ، پوهه شوي دي چې  نور  به  د ایران د ملت د په ګونډو کولو  لپاره د ملی پوهانو ،اتلانو  فیزیکي حذفول ، ترکیبي او ډول ډول جنګونه ، ګواښونه او دباؤنه هیڅ کارندوالی ونه لري . 

 ددغې اعلامیې په دوام کې  وئیل شوي دي نن  سبا  د توغندوي ډرونز ، دفاعي سسټمونو ،  هوائي ،سمندري ، الیکټرانیکي ، مځکني بریاؤ او توانمنیو په څیر دفاعي صنعت  اوڅاره  بریاؤ  په هرې سوې   احتمالي ګواښونو ته د سخت او غاښ ماتونکي ځواب لپاره  د وسلوالو ځواکونو لاسونه ډک کړي دي 

د ۱۳۵۹لمریز کال  د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال دستمبر له دوویشتمې نیټې سره برابره  ده ،  دعراق د وخت صدام دیکتاتور تیریګر پوځ د ایران په ضد  دهرډول جنګي ماډرن تجهیزاتو  پّ کارولو سره  پراخ یرغلونه پیل کړل .  د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه  دایران په کال هینداره کې  د سپيڅلي دفاع  د اونۍ پیل دی  

 

ټیګونه