ایران په برابر دریځ سره له هیوادونو سره تعامل غواړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د خبرو اترو د نوي پړاو د اهمیت په هکله وویل د ایران اسلامي جمهوریت له برابر دریځه د سیمې له هیوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی نو ځکه خو هیوادونه د کرامت په ساتلو سره له یوبل سره ملګرتیا ولري .
علیرضا سلیمي دې ته په اشارې سره که څه هم ځينې هیوادونه داسې تصور کوي چې د ایران لخوا د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو د سیاست غوره کول د کمزورۍ بیانونکی دی غلطۍ کوي وویل ایران نن سبا له بل هروخت څخه زیات قدرتمن دی او دغه قدرت د ډيپلوماسۍ په حوزې ، سیاسي ، پوځي وغیره ډګرونو کښې ښکاره دی .
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ولې باید نور هیوادونه زمونږ د سیمې لپاره فیصله وکړي او ځینې هیوادونه د سیمې د هیوادونو ترمینځ اختلاف رامینځته کړي وویل له بده مرغه ځینې وختونه د سیمې هیوادونه د لویدیځو هیوادونو تر اغیز او القائاتو لاندې ورځي او غیر رغنده څرګندوني کوي چې دغه چاره د ایران په چارو کښې د امریکا له استازي سره د سعودي عربستان د خارجه وزیر په کتنې کښې ښکاره وه .
د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي زیاته کړه عربستان باید پوه شي که چیرې وغواړي د لویدیځو هیوادونو تر اغیز لاندې خپل سیاستونه تنظیم کړي نو له مشکل سره به مخ شي نو ریاض باید له تیرې ترخې تجربې درس واخلي .
هغه وویل نن سبا سعودي عربستان دې خبرې ته متوجه شوی دی چې د یمن په موضوع کښې یې له امریکا څخه دوکه خوړلي ده او په یمن باندې د تیرې په جبۍ کښې ښکیل شوی دی .