هیڅ قدرت په ایران د برید توان نلري
مهر خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لوړرتبه سلاکار او مرستیال سید یحیی رحیم صفوي ټینګار وکړ هیڅ قدرت په ایران د حملې توان نلري .
هغه وویل هم د ایران ملت او هم وسله وال ځواکونه تر دې حده قدرتمن شوي دي چې د امریکا په شان له سیمې ورهاخوا هیڅ قدرت او نورو هیوادونه د تهران د دغه قدرت په مقابل کښې نشي کولای داسې اقدام چې په ایران باندې د پراخ پوځي یرغل سبب شي ترسره کړي .
یحیی رحیم صفوي وویل د ابادان د کلابندۍ د ماتیدا د عملیاتو څلویښت (۴۰) کاله تیریږي خو د سپاه پاسداران ځواک او د ټولو قواو د قومندان تر څارنې لاندې ډیر ښه اتحاد او انسجام شته .
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لوړرتبه سلاکار او مرستیال یحیی رحیم صفوي دغه راز وویل ایران د لویدیځې اسیا سیمې په معادلاتو کښې لومړی(۱) اغیز شیندونکی قدرت دی او په دغه سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي قدرت په امنیتي او دفاعي معادلاتو کښې ستر او اغیز شیندونکی قدرت ګڼل کیږي .
هغه وویل نن سبا ایران په سمندري ځواک کښې داسې قدرت ته رسیدلی دی چې د ایران سټراټيژیکې کشتۍ له اطلس اوقیانوسیې څخه په تیریدا سره ځانونه د سوریې سین پیټرزبورګ بندر ته ورسوي .