په بروکسل کښې د صلاح مشورو لپاره د علي باقري او انريکه مورا موافقه
د ايران د خارجه وزارت سياسي مرستيال د اروپائي اتحاديې د اقدام د سروس له مرستيال سره په کتنه کښې په بروکسل کښې د صلاح مشورو د دوام لپاره موافقه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې انريکه مورا چې د دوو اړخيزو تعلقاتو او په افغانستان او يمن کښې د بدلونونو په شمول د سيمه ايزو موضوعاتو او د بنديزونو د ختمېدو په خاطر د خبرو اترو لپاره تهران سفر کړے پرون د ايران د خارجه وزارت له سياسي مرستيال علي باقري کَني سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
علي باقري په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې ايران تل ثابته کړې ده چې په نړيوال ډګر کښې يو ذمه وار لوبغاړے دے، په داسې حال کښې چې د مقابل لوري چلند ښودنه کوي چې له ذمه وارۍ قبلولوسره معنا داره فاصله لري وويل، هر لورے چې د ذمه وارۍ قبلولو زياته ښودنه وکړي د خبرو اترو ميز ته زيات نزدے دے.
علي باقري دې ته په اشارې سره چې د ايران لپاره محسوسېدونکو نتائجو ته رسېدل موضوعيت لري زياته کړه، ايران د جدي خبرو اترو لپاره چې نتيجه يې عملي موافقه وي نه کاغذي موافقه تل چمتو دے.
انريکه مورا هم په دغه کتنه کښې يوې داسې نتيجې ته د رسېدو په خاطر چې د ټولو خواو لپاره د منلو وي د خبر اترو د دوام لپاره له ايران او نورو لورو سره د ملګرتيا لپاره په خپل چمتووالي تاکيد وکړ.
د دغې کتنې په آخر کښې وټاکل شوه چې د خواو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په اړه د دواړو لورو صلاح مشورې به په راتلونکو ورځو کښې په بروکسل کښې دوام پېدا کړي.