د چټکو عملیاتو لپاره سپاه پاسداران بشبړ تیار دي
(last modified Fri, 15 Oct 2021 11:01:20 GMT )
Oct 15, 2021 15:31 Asia/Kabul
  • د چټکو عملیاتو لپاره سپاه پاسداران بشبړ تیار دي

د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک له ماډرن تجهیزاتو څخه په استفادې سره  توانیدلی ، په فارس خلیج او هرمز تنګي جغرافیې باندې بشپړ برلاسی ترلاسه کړي چې دا مهم نن سبا د سمندري ځواک یو  ویاړ  دی .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ا یران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  د ایران په دفاعي  سټراټژيو او سیاستونو کې، د  هیڅ یوه دښمن له خوا په هیڅ یوې سیمې کې  او په هیڅ یوې اندازې سره    هیڅ ډول عمل،  د  زغمولو وړ نه دی ، روښانه کړه ،  دغه ځواک د هرډول ګواښ لپاره تیار دی او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  دفاعي او یرغلیز قدرت    هر دښمن ته د سخت غبرګون او کلک ځواب لپاره په بشپړ ډول او چټکۍ سره تیار دی .

 سردار سلامي  چې  نن ئې  د ایران  د فارس خلیج  ټاپوګانو او  هرمز سټراټژیک تنګي کې  دیره دسپاه  سمندري ځواک د یونټونو د پوځي او دفاعي چمتووالو د سوئې د مخ په ودې بهیر  دلیدو او ارزونې لپاره  د ایران جنوب ته سفر کړی   ، د سپاه د سمندری ځواک  دعملیاتي یونټونو ،د پوځي توان د چمتووالو دسوئې  په مثبت بللو سره  ووئیل ،  د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک له ماډرن تجهیزاتو څخه په استفادې سره  توانیدلی ، په فارس خلیج او هرمز تنګي جغرافیې باندې بشپړ برلاسی ترلاسه کړي چې دا مهم نن سبا د سمندري ځواک یو  ویاړ  دی .

 

ټیګونه