ایران په دوامدار ډول پنځم ځل  د آسیا د  اتلانو د والی بال لوبې جام وګاټۀ
(last modified Sat, 16 Oct 2021 01:52:43 GMT )
Oct 16, 2021 06:22 Asia/Kabul
  • ایران په دوامدار ډول پنځم ځل  د آسیا د  اتلانو د والی بال لوبې جام وګاټۀ

 د ایران د فولاد سیرجان   والی بال ټيم  پرون په تائلینډ کې د آسیائی  اتلانو ټیمونو  د جام  سیالیو په پای لوبې کې  د قطر  دالعربی والی بال ټیم  مقابلې ته ورغی چې   دیوه په مقابلې کې ئې په درو ګیمونو  سره  ماتې ورکړه او  ددغو سیالیو  داتلوالی ئې  خپله کړه .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران  فولاد سیرجان  کلب  والی بال لوبډلې  د قطر العربی والی بال لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره د آسیا د اتلانو د  کلبونو  د  اتلوالۍ جام   وګاټۀ .

 د ایران د فولاد سیرجان   والی بال ټيم  پرون په تائلینډ کې د آسیائی  اتلانو ټیمونو  د جام  سیالیو په پای لوبې کې  د قطر  دالعربی والی بال ټیم  مقابلې ته ورغی چې   دیوه په مقابلې کې ئې په درو ګیمونو  سره  ماتې ورکړه او  ددغو سیالیو  داتلوالی ئې  خپله کړه .

 د آسیائي اتلانو د سیالیو په لوبو کې  دا  د ایران دفولاد سیرجان لومړنۍ اتلوالي ده .  ددغو سیالیو دریم  لمبر   کې  هم د قزاقستان بوروستنیسک ټیم  راغلی چې  د تایلینډ  ناخون چاسیما  ټيم ته ئې  دصفر په مقابل کې په درو ګیمونو سره ماتي ورکړه  او په دریم لمبر شو .

 په عین حال کې د فولاد سیرجان  په دغې اتلوالۍ سره  ایران  په دومدار ډول د آسیائی  اتلانو ټيمونو  په لوبو کې دپنځم ځل لپاره اتلوالي  وساتله .

Image Caption

 

ټیګونه