د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ نهمه غونډه د اړیکو د پراخولو لپاره ګډ کړچارونه او هدفونه :-
(last modified Sun, 07 Nov 2021 08:48:38 GMT )
Nov 07, 2021 13:18 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ نهمه غونډه د اړیکو د پراخولو لپاره ګډ کړچارونه او  هدفونه :-

د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ نهمه (۹) غونډه د ایران د صنعت د معدن او د تجارت د وزیر «سید رضا فاطمي امین» او د پانګونې او د تجارت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار «عبدالرزاق داوود» په ګډون سره پرون په تهران کښې جوړه شوه .

د بانکونو ترمینځ اړیکې ، د ګمرک یعني کسټم مسائیل ، د سرحدي بازارچو فعالیت ، د شیانو تبادله او دغه راز د ایران او د پاکستان لخوا  د خنډونو د ختمولو لپاره د تجارتي پلاویو د کمیټۍ جوړول هغه موضوعګانې دي چې په دغه غونډې کښې ورباندې غور وشو .

له ایران سره دوستانه تجارتي اړیکو او زاړو ملګرتیاو اسلام اباد له تهران سره د تجارتي او د اقتصادي اړیکو د پراخولو په لومړیتوب کښې وروستلی دی .

دغه ملګرتیاوې له بیلابیلو اړخونو څخه د پاکستان او د ایران لپاره اهمیت لري .

د ایران د سوداګرۍ د کوټې د نړیوالو چارو مرستیال محمد رضا کرباسي په دې هکله وویل له ایران سره د پاکستان د کلتوري نږدې والو او د اړیکو مخینې ته په پام سره دواړه هیوادونه د تجارتي ملګرتیاو د پراخولو لپاره بې ساري ظرفیتونه لري خو د تجارتي فعالیتونو لپاره د مناسبو بیخ بنایانو نشتون او له پاکستان سره په بانکي تبادلو او ډالرو کښې ځینې مشکلات د دواړو هیوادونو ترمینځ د نیغ په نیغه تجارت په خنډو کښې شامل دي .

د ازاد تجارت د موافقې په لاسلیک کیدا سره د ایران او د پاکستان ترمینځ د شیانو د تبادلې لپاره اسانتیا رامینځته کولی شو .

په دې زمینه کښې د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر خپلو تجارتي ظرفیتونو ته په پام سره د سیمې له هیوادونو سره د تجارتي راکړو ورکړو لپاره بې ساری فرصت برابر کړی دی .

د ایران چابهار څو منظوره بندر له پاکستان څخه هندوستان او ایران او ګاونډیو هیوادونو ته د شیانو په صادرولو او ټرانزیټ کښې سټراټيژیک اهمیت لري .

په ایران اسلامي جمهوریت کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي هم په دې هکله وویل باید د پاکستان له جغرافیایي  موقعیته  چې مونږ یې د انرژۍ د یوه(۱) بډایه هیواد یعني ایران په ګاونډ کښې وروستلي وو په جدي توګه استفاده وکړو .

د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډیو هیوادونو سره د تر ټولو ښو اړیکو په جوړولو باندې ټینګار سره خپل لومړیتوب د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي ملګرتیا د خنډولو لیرې کول ، او د دوه اړخیزه تجارتي موافقو په چوکاټ کښې حرکت کول او دغه راز د ایکو (ECO)اقتصادي موسسې او د ډي اته (D-8)ډلې په شان له موسسو او د سوداګرۍ له نړیوالو کوټو څخه ګټه پورته کول ګرځولی دی .

په ټول کښې ویلی شو په ایران او پاکستان کښې تجارتي او اقتصاي ظرفیتونه ډول ډول او په عین حال کښې د یوبل بشپړونکي دي .

په همدې لړ کښې د پانګونې او د تجارت په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود له ایران سره د اقتصادي او د تجارتي اړیکو پراخولو ته د اسلام اباد په دلچسپۍ باندې ټینګار سره د تهران د غونډې ترسره کول د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو د پراختیا په لاره کښې په موجودو خنډونو او مشکلاتو باندې د غور پیلول وبلل او ټینګار یې وکړ پاکستان د سرحدي بازارچو په شمول د ایران او د پاکستان ترمینځ د ټرکونو او د شیانو په ازاد ډول د تبادلې په شمول په ټولو برخو کښې د پرمختګ او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت د موافقو له ګټو د برخمنیدا غوښتونکی دی .

د ایران اسلامي جمهوریت باوري دی چې د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیاو په پیاوړي کولوسره سیمه ییزې اړیکې تقویت کولای شي او د ګازو د پایپ لاین په شمول ځنډیدل شوي پروژې بشپړیدلی شي .

له دې لیدتوګي هغه موضوعګانې او فیصلې چې د ایران او د پاکستان په اقتصادي غونډه کښې ورباندې ټینګار و او پام ورته وشو په دواړو هیوادونو کښې له موجودو ظرفیتونو په استفادې کولو سره د اقتصادي او د تجارتي اړیکو د پراخولو لپاره د تهران او د اسلام اباد د چارواکو د ارادې ښودنه کوي .

له دې کبله هیله کیږي چې د ایران او د پاکستان د ګډې تجارتي کمیټۍ په نهمې (۹) غونډې کښې په غوره شویو فیصلو او د تجارتي خنډونو د ختمولو لپاره د چمتووالي په اعلانولو سره په راتلونکو څو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو د تجارتي اړیکو لاره هواره شي .

 

ټیګونه