له عراق څخه د امریکې په وتلو سره سوله راتلایشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108048-له_عراق_څخه_د_امریکې_په_وتلو_سره_سوله_راتلایشي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي له عراق څخه د امریکا په وتلو سره به په دغه هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • له عراق څخه د امریکې په وتلو سره سوله راتلایشي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي له عراق څخه د امریکا په وتلو سره به په دغه هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شي.

سعید خطیب زاده په یوه خبری غونډه کې د عراق د حالاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ټول هیوادونه باید د عراق د قانون درناوی وکړي او امریکا باید هر څومره ژر چي کیږي د امنیت د راتلو لپاره له عراق څخه ووځي.

هغه د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان ټلفني اړیکي ته په اشارې سره، وویل: ټول هیوادونه د دې مسئولیت لري چي عراق سره مرسته وکړي، ځکه چي سوله او ثبات د ټولو همکارۍ ته ضرورت لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکې د ملی امنیت د سلاکار د خبرو په غبرګون کې ټاکید وکړ چی امریکا اوس د برجام د نړیوالی موافقې غړی نه دی نو نه شي کولای د دې موافقې په چوکاټ کې غوښتنې مطرح کړي.

د امریکې سلاکار ادعا کړې وه چي ایران باید د برجام په برابر خپلي ژمني پوره کړي تر څو امریکا دې موافقې ته راستانه شي.

خطیب زاده زیاته کړه، تر هغه چي ایران د بندیزونو له لیري کېدو څخه ډاډمن نه شي د برجام موافقه نه پلي کوي.