د ایران د کورنیو چارو وزیر په ځینو هیوادونو نیوکه وکړه
(last modified Thu, 11 Nov 2021 00:31:50 GMT )
Nov 11, 2021 05:01 Asia/Kabul
  • د ایران د کورنیو چارو وزیر په ځینو هیوادونو نیوکه وکړه

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې د ځینو هیوادونو په منفعل کیدا نیوکه وکړه .

احمد وحیدي په تهران کښې د دیره نړیوالو موسسو د دفترونو له مشرانو او د نړۍ د پینځوشپیتو (۶۵) هیوادونو د سفیرانو په غونډې کښې د نشه ییزو موادو قاچاق ، پراخه مهاجرتونه ، منظم جرمونه ، د شیانو قاچاق او ترهګر فعالیتونه د هیواد  د امنیت او د نظم د ساتلو په برخه کښې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د چیلنجونو په توګه یاد کړل .

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي افغانستان ته د امریکا له ورتلو وروسته په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې په دغه هیواد کښې د نشه ییزو موادو د تولید څو برابره زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د نشه ییزو موادو دومره زیات تولیدول او صادرول په افغانستان کښې د امریکا د شتون په وجه دي او امریکا باید په دې هکله ځواب ورکړي .

هغه ټینګار وکړ بې شکه که چیرې ایران د نشه ییزو موادو د قاچاق مخه نه نیولی نو دغه نشه ییز مواد به اروپا او د دنیا نورو هیوادونو ته وړل کیدل .

احمد وحیدي وویل د ایران اسلامي جمهوریت باید په یوازې ځان له نشه ییزو موادو سره د مبارزې ستر پیټي په اوږو وانخلي او  نور هیوادونه هم باید په دې زمینه کښې له ایران سره مرسته وکړي .

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل په ایران کښې د افغانستان کابو درې نیم میلیونه افغان وسیږي او هغه سب سیډیانې چې د ایران خلکو ته ورکول کیږي د افغانستان کډوالو ته هم ورکول کیږي .

 

ټیګونه