خپلو ژمنو ته د ټولو ستنېدل په خبرواترو کښې په مخ وړونکے اصل دے
(last modified Thu, 11 Nov 2021 07:44:06 GMT )
Nov 11, 2021 12:14 Asia/Kabul
  • خپلو ژمنو ته د ټولو ستنېدل په خبرواترو کښې په مخ وړونکے اصل دے

د ايران د اسلامي جمهريت خارجه وزير د ويانا د خبرو اترو بيا شروع کېدو ته په اشارې سره وويل چې خپلو ژمنو ته د ټولو لورو ستنېدل د په مخ وړونکے او مهم اصل دے.

حسېن امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې اروپا ته د خارجه وزارت د سياسي مرستيال علي باقري سفر ته په اشارې سره وليکل، خپلو ژمنو ته د ټولو لورو ستنېدل د په مخ وړونکے او مهم اصل دے.

هغه په دوام کښې وليکل؛ باقري د برجام او دوو اړخيزو تعلقاتو په اړه له اروپائي ټروئيکا سره د خبرو اترو لپاره اروپا ته سفر کړے او تر اوسه يې په دې اړه له فرانسوي او جرمني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

د ايران اسلامي جمهوريت ويلي دي د تېرودورو د بندون له نقطې څخه د ويانا د خبرواترو دوام ته څه ګروهنه نه لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت په ځلونو ويلي دي چې لويديځ لوري د اعتماد جوړونې په فکر وي نو پکار هغه څه چې مخکې يې په غاړه لري وو او ورباندې پابند نه وو عملي کړي.

 

ټیګونه