سمندرونه او اوقیانوسیې نور د امریکا د نفوذ ساحې نه دي
(last modified Sat, 13 Nov 2021 05:54:19 GMT )
Nov 13, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • سمندرونه او اوقیانوسیې  نور د امریکا د نفوذ ساحې نه دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسري وویل سمندرونه او اوقیانوسیې نور د امریکا د نفوذ ساحې نه دي .

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اوقیانوسیې او سمندرونه نور د امریکا د نفوذ ساحې نه دي وویل مونږ خپلې روزنې او د تجهیزاتو او د توغندیو واټن ورځ تر بلې زیاتوو او ځانونه د هر ګواښ لپاره چمتو کوو .

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر  علیرضا تنګسري دغه راز د امریکا لخوا د کشتۍ تښتولو ته په اشارې سره چې د ایران د تیلو د غلا کولو نیت یې درلود وویل هغه کشتۍ چې مونږ ودروله د ایران وه او امریکا د  تیلو د کشتۍ په تښتولو سره خلاف ورزۍ کړي وه او امریکا له لیرې څخه دغه کشتۍ څارله او اجازه یې نه ورکوله چې څوک ورته نږدې شي .

هغه وویل امریکا له لیرې څخه تماشه کوله او د امریکا  پوځيانو په بې پایلوټه الوتکو سره دغه تماشه کوله او سمدستي د امریکا دوې (۲) جنګي بیړۍ د عملیاتو سیمې ته راغلې او جنګي چمتووالی یې وښود خو د ایران  عسکرو دغو  جنګي کشتیو ته خبرداری ورکړ خو هغوې خبرداریو ته لږ شان بې پامۍ وکړه او زمونږ کشتۍ د امریکا د دغو  جنګي بیړو شل (۲۰) میټرو ته ورغلې او د امریکا جنګي بیړۍ په کامل ډول ودریدلې .

علیرضا تنګسري دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ولې د امریکا جنګي بیړیو په مقابل کښې په څو کوچنیو کشتیو سره د ایران مقابله وشوه ؟ټینګار وکړ مونږ غوښتل د امریکا عسکرو ته ووایو  که تاسو زور وکړې او ډزې مو وکړې نو بیا به زمونږ توغندي او راکټونه وګورئ .

 

ټیګونه