ددښمنانو ظالمانه بندیزونه د ایران د پرمختګ اوځان باؤرئ عامل شول
(last modified Mon, 15 Nov 2021 02:09:12 GMT )
Nov 15, 2021 06:39 Asia/Kabul
  • ددښمنانو ظالمانه بندیزونه د ایران د پرمختګ اوځان باؤرئ عامل شول

د ایران  داسلامی جمهوریت  وسلوال ځواکونه به ، هیڅکله هم   چاته د دغه هیواد په چارو کې د لاسوهنې اجازت ورنکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  ووئیل ،  له درستو خباثتونو او دسیسو سره سره ، د دښمنانو ظالمانه بندیزونه،  د ایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګ ، په داخلی ظرفیّتونو دتکیې  او پر ځان باؤرس عامل شوي دي .

 سردار حسین سلامي  پرون  د امام خامنه اي  سمندري تخنیکونو  او علومو په پوهنتون کې ددیره یونټونو  او مرکزونو دلیدو په وخت د ایران اسلامی انقلاب ،  د الهي سنتونو دتحقق  یوه نښه وبلله او زیاته ئې کړه ،  د خپلواکه کیدا لپاره ،  په علم ،ټيکنالوجۍ ، دقدرت په تولید ، اقتصاد او کلتور کې  خپلواکۍ ته رسیدل ،  د یوې ټولنې  د هویّت اصلي  نښې  دي .

 د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  په دې خبرې په ټينګار سره چې   دایران له ملت پرته هیڅوک د مونږ د  برخلیک  لپاره  فیصله نشي کولی ، روښانه کړه ،  د وسلوال ځواک   د توانمنیو زیاتول ،  نه دریدونکي دي  او په دغه پیغام باید ټول پوهه شي ،  دایران  داسلامی جمهوریت  وسلوال ځواکونه به ، هیڅکله هم   چاته د دغه هیواد په چارو کې د لاسوهنې اجازت ورنکړي .

 

ټیګونه