مجيد تخت روانچي:
امريکې او درې اروپائي هېوادونو د خپلو برجامي ژمنو خلاف ورزي کړې ده
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي پرون له برجام څخه په غېرقانوني توګه د امريکې وتلو او د دغې نړيوالې موافقې په وړاندې د اروپائي هېوادونو بدقولۍ ته په اشارې سره وويل: د برجام په اړه نه انکارېدونکې حقيقت دا دے چې ايران د برجام په شرائطو پابند ؤ او دے خو امريکې او درې اروپائي هېوادونو د خپلو ژمنو خلاف ورزي کړې ده.
د اېرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د غونډې د کلني رپوټ د تصويب لپاره د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې وويل: له برجا اېټمي موافقې نه د امريکې غېرقانوني وتل، د غېر قانوني بنديزونو بيا لګول، د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په ۲۲۳۱پرېکړليک نه پابندي د دغه پرېکړليک مطابق له خپلو روا حقوقو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د برخورېدو خنډ شوي دي.
تخت روانچي په دوام کښې د ايران برجامي ګامونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه د برجام د نورو لورو لخوا د ژمنو د پوره موثرې اجرا، د ټولو غېر قانوني بنديزو د ختمېدو او د هغو د راستي آزمائنې په دې اړه چې بيا به د خپلو ژمنو او وعدو خلاف ورزي نه کوي د لويديځوالو لخوا د ضمانت ورکولو په صورت کښې ايران چمتو دے چې برجام اېټمي موافقه په بشپړه توګه اجرا کړي.
هغه په آخر کښې د ايران په اېټمي تاسيساتو باندې د صهيونېسټ رژيم تخريبکارانه حملو او د دغه رژيم لخوا د ايران د اېټمي او دفاعي سائنسدان فخري زاده شهيدولو ته په اشارې سره چې دايران د اېټمي سائيسدانانو په خلاف په تېرو کلونو کښې د اسرائيلو ترهه ګريزو اقداماتو په دوام کښې وو له نړيوالو ادارو په خاصه توګه له ملګرو ملتو وغوښتل چې دغه جنايت او جرم دې وغندي.